یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه غور او کندز کې د ماین چاودنې او هاوان ۸ ملکیان...

په غور او کندز کې د ماین چاودنې او هاوان ۸ ملکیان وژلي

تاند( پنج شنبه، د اسد ۳۰)  د غور ولایت د والي ویاند عارف عابر وایي، چې د دې ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نورټپیان دي.

دعابر په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو سراچه موټر د دولت یار ولسوالۍ او فیروزکوه ښارترمنځ بادګاه سیمه کې پرسړک غاړې ماین وربرابر شو.

نوموړی وایي په وژل شویو او ټپيانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي او د ټپيانو وضعت د ډاډ وړ بولي.

د دې پېښې پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د کندز ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دوی وایي د هاوان دا مرمۍ تېره شپه د یادې ولسوالۍ ارباب سیمه کې د ملکيانو پرکور لګېدلی دی او ادعا کوي، چې امنیتي ځواکونو توغولې ده.

د دغه ولایت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې له دې دوه ورځې وړاندې په غزني ولایت کې هم په ورته یوه پېښه کې د یوې کورنۍ څوغړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب