خبریال: الله نظر ترین
سه شنبه، د اسد ۲۸مه: د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې قاضي القضات په افغانستان کې وژلی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی یې په یو لړ سختو او هدفمندوعملیاتو کې وژلی دی.
د دغې ادارې د معلوماتو په اساس عبدالله اورکزي د ننګرهار پر محبس د ځانمرګو بریدګرو حمله پلان کړې وه.
د ننګرهار پر محبس لس برید کونکو برید کړی وو، چې د امنیتي ځواکونو، زندانیانو او ولسي وګړو په ګډون پکې ۲۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شول.
دغې حملې چې شاوخوا ۲۴ ساعته دوام وکړ، مسؤلیت یې داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی وو.
د ملي امنیت ادارې په خپره کړې اعلامیه کې دا نه دي ویلي، چې عبدالله اورکزی یې چېرته او څه وخت وژلی دی.
عبدالله اورکزی په افغانستان کې د داعش ډلې دریم مخکښ غړی دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي او یا وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د ملي امنیت ادارې د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه ویلي وو، چې د داعش ډلې مهم غړی، اسدالله اورکزی چې ددې ډلې د استخباراتو مسؤل وو په ننګرهار کې وژلی دی.
اسدالله اورکزی د داعش ډلې د قضاب او ضیاء الرحمن په نوم هم پېژندل کېده.
د ملي امنیت د معلوماتو په اساس عبدالله اورکزی د اسدالله اورکزي مرستیال وو.
الله نظر ترین