یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسږکال په هرات کې د انځرو اته زره ټنه حاصلات راټولیږي

سږکال په هرات کې د انځرو اته زره ټنه حاصلات راټولیږي

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۶) هرات کې د انځرو د حاصلاتو د موسم له رارسېدو سره، د دغه ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست وايي چې سږکال به په دغه ولایت کې اته زره ټنه انځیر راټول کړای شي.

د هرات د کرنې ریاست مني چې سږکال د انځرو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سره، د بازار نشتوالی د هرات د انځیرو د بڼوالو پر وړاندې یوه ستونزه ده.

د کرنې رییس عبدالصبور رحماني په دې اړه ویلې چې، کابو درې کاله کېږي، خو تراوسه هوايي دهلېز چې ټاکل شوې وه په هرات کې فعال شي، فعال شوی نه دی.

د هرات یو تن بڼوال عبدالستار د انځرو بڼ جوړ کړی هغه وایي چې سږکال یې انځیرو ښه حاصل ورکړی. خو د بازار نشتوالي اندېښمن کړی دی.

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د انځرو یو شمېر بڼوال وایي چې د بازار د نشتوالي له امله یې د حاصلاتو یوه برخه له منځه تللې ده.

په هرات کې  د انځرو تر ټولو ډېر بڼوڼه د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې بڼوال د بازار له نشتون شکایت کوي بلکې ډیری بڼوال د بازار له نشتون کړیږي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي.

1 COMMENT

  1. وطن داران عزیز و زخمت کش سلام به شما۰۰
    انځر بصورت تازه مشکل خواهد بود که به مارکیت برسد۰ بهتر خواهد بود که خشک شود۰
    خالا در همه شهرهای دنیا فروشګاه های افغان وجود دارد از طریق تجارت میوه های خشک افغانی
    علاقه مندان افغان ذیاد دارد که انجیر وطن خریداری نماید۰
    زنده باد افغانستان تشکر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب