Homeخبرونهارمنستان، افغانستان ته تازه دمي سرتېري استولي؛ خو طالبان د بهرنیو ځواکونو...

ارمنستان، افغانستان ته تازه دمي سرتېري استولي؛ خو طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: د ارمنستان هېواد رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله په خپل راپور کې ویلي چې د ناټو په چوکاټ کې یې افغانستان ته تازه دمي سرتېري استولي دي.

د ارمنستان راډیو په راپور کې راغلي چې دغه سرتېري به تر یو لړ نظامي زده کړو وروسته د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو سره یو ځای شي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې ارمنستان هېواد افغانستان ته څو سرتېري لېږلي خو د شمېرو له مخې ارمنستان، په افغانستان کې ۱۲۱ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته د سلا مشورو او روزنې دنده پر غاړه لري.

ارمنستان دا سرتېري وروسته تر هغه افغانستان ته لېږلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شمول یو شمېر امریکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ځواکو پر وتلو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هېواد د ملي ګارد ۲۰۰ سرتېري یې تر اوږد مهالي ماموریت وروسته له افغانستان څخه ایستلي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%da%ab%d8%a7%d8%b1%d8%af-%db%b2%db%b0%db%b0-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d8%ae%d8%aa-%d9%85%d8%a7/

طالبان هم له امریکا سره د دوحې د هوکړې پر اساس د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

بلخوا د ناټو دوو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل به ناټو سخت اغیزمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...