یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي روغې جوړې عالي شورا: د بندیانو د خلاصون لړۍ د...

د ملي روغې جوړې عالي شورا: د بندیانو د خلاصون لړۍ د ځینو هېوادونو د ملاحظو له امله درېدلې

تاند (یک شنبه، د اسد ۲۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي، چې د ځینې هېوادونو د ملاحظاتو له امله د حکومت له لوري د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ درېدلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې تر وړاندیز وروسته د حکومت په بندخونو کې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ.

خو تر اوسه له یادې ډلې یوازې ۸۰ تنه یې خوشې شوي دي.

فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې افغانستان کې یې د خپلو وګړو د وژونکو طالبانو پر نه خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا ویلي، د بندیانو خلاصون بهیر به دوام ولري او په خبره یې، د ملي روغې جوړې عالي شورا له هغو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده، چې د طالبانو پر خوشې کېدو ملاحظات لري.

2 COMMENTS

  1. نور هېوادونه حق نه لري د افغانستان په چارو لاسوهنه وکړي دغو کسانو شايد افغانان هم وژلي وي خو افغانان يې ځکه خوشې کېدل غواړي که الله کول ورور وژنه او وينه تويېدنه ودرېږي، په دولت کې ناست ځينې پرديپاله او له بهر راغلي ټاميان هېڅ وخت سوله نه غواړي ځکه د هغوی ځای هماغه دی له کومې خوا چې راغلي، سوله د هر افغان هيله ده او په هر قيمت ارزي…… مننه

  2. پدی هر څوک پوهیږی چی طالبانو مرسته کوونکی پخپله امریکا، عربی هیوادونه او برتانیه او پاکستان وو چی پاکستان همدا افغانستان پنځمه صوبه ګڼله، نو اوس داسی ښکاری چی اوس د عربو پر ځای ایران او روسیه یی هم ملاتړ کوی چی د مخکنیو ۷/۸ جنګی ډلو ټپلو وخت کی چی د داکتر نجیب الله پر ضد وسله پورته کړی نو په هغه وخت کی امریکا او فرانسه د جمعیت شورا یا ربانی خیلو مالی او نظامی مرسته کوله چی عبدالله خبره داده چی باید طالبان د دوی په غوښتنه خوشی نشی

    موږ وایو چی کله مشورتی جرګی فیصله وکړه نو هیڅ هیواد حق نلری چی خبری وکړی او افغان دولت ته نور سر دردی پیدا کړی کچیری دوی کومی ملاحظی لری باید له امریکا سره خبری وکړی چی ولی یی له طالبانو سره د سولی توافق نامه لاسلیک کړ چی په همدی توافق نامه کی ۵۰۰۰ طالب زندانیانو خبره شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب