یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ترکیې د نظامي تمریناتو په غبرګون کې د امریکا غوسه او...

د ترکیې د نظامي تمریناتو په غبرګون کې د امریکا غوسه او اندېښه

تاند (شنبه، د اسد ۲۵) د ترکیې هېواد د خپلو نظامي تمریناتو په لړ کې یوه F-16 جنګي الوتکه په S-400 توغندویي سیسټم غورځولې ده.
د ترکیې دې چارې د امریکا متحده ایالت سخته غوسه راپارولې ده.
د دیفنز نیوز په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د ترکیې تر نظامي تمریناتو وروسته د امریکا کانګرس د یاد هېواد له لوري له روسیې څخه د اخیستل شوي توغندویي سیسټم په واسطه د اف ۱۶ جنګي الوتکې پر نسکورېدو غوسه شوي او دا چاره یې امریکا ته یو پټ ګواښ بللی دی.
په ورته مهال د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو رئیس جېم ریش بیا ویلي، چې ترکیه یې یو باوري متحد هېواد دی.
خو نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې یې د اړیکو ترینګلتیا دوی هم اندېښمن کړي دي.
د امریکا متحده ایالت او ترکیې ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې ترینګلي شوي دي.
د یادونې ده، چې د امریکا اړیکې نه یواځې له ترکیې بلکې له ایران سره هم سختې ترینګلې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب