یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټایم مجله: ولسمشرغني د ټرمپ د سر زورئ له امله د طالب...

ټایم مجله: ولسمشرغني د ټرمپ د سر زورئ له امله د طالب بندیانو خوشې کېدل ومنل

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) ټایم مجلې د افغانستان په اړه یو اوږده راپور کې لیکلي، چې ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته ډېره بېړه لري.
د سرچینې په راپور کې لیکل شوي، چې ټرمپ د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره پر افغان حکومت هم فشار راوړ څو پنځه زره هغه خطرناک طالب جنګیالي له بنده خوشې کړي، چې افغانستان اروپا او حتی امریکا ته ګواښ پېښولی شي.
سرچینه دغه راز زیاتوي، چې د امریکا حکومت د طالبانو د مالي پلار 《بشیر نورزي》له خوشې کولو سره هم توافق کړی دی، چې دې چارې بیا اروپا ته ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي.
یادې محلې په راپور کې ویلي نورزی د مخدره توکو هغه ستر قاچاق کوونکو و، چې په یوازې سر یې هم د طالبانو جنګي ماشین چلولی شو خو د ټرمپ د بېړي له امله له ابدي حبس څخه خوشې کیږي.
سرچینې ویلي د افغان حکومت په بند کې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو راغوښتل شوې تش په نوم لویه جرګه له مسوولیته د ولسمشر غني د تېښتې لپاره جوړه شوې وه ځکه، چې ټرمپ په وار وار د خپلو مامورینو له لارې پر ولسمشر غني فشار راوړی وو څو هر څومره ژر باید پاتې طالب زندانیان خوشې کړي.
په راپور کې د ناټو د دوو لوړپوړو چارواکو له قوله لیکل شوي، چې د ځواکونو ایستلو برخه کې د ټرمپ بېړه به اروپایي ټولنه او ناټو سخته اغېزمنه کړي.
ټایم مجله داسې مهال دا راپور خپروي،چې افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ تنه خوشې کړي دي.

1 COMMENT

  1. طالیبان دینداره کافران دي، دا په خپل ځای؛ خو چې د افغانستان او دهغه دزندانونو کیلۍ د ټرامپ د پتلون شاتیني جیب کې ده، بیانو دوی هیڅ ملامت نه دي چې د افغانستان دولت سره له خبرو انکار کوي.

    سړی ولې خانه سامان سره خبره وکي چې د کور څښتن موجود وي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب