یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتیکاوالو د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د یاد هېواد پر ضد...

پکتیکاوالو د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د یاد هېواد پر ضد لاریون ترسره کړ

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د پکتیکا اوسېدونکو د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د یاد هېواد پر ضد مظاهره وکړه او پر دغه ولایت یې د پاکستاني پوځیانو حملې وغندلې.

لاریون کوونکي وایي، چې پاکستان د نړۍلپاره د سرطان دانه او په بشري جنایتونو ککړ هیواد دی.

دغو سلګونو لاریون کوونکو، چې قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه درلوده، د پاکستان د پوځ او ادارو خلاف شعارونه ورکړل، دغه هیواد یې د پښتنو او بلوڅو په ټولوژنو او له بشري حقونو په سرغړونه کې ښکېل وباله.

پکتیکاوالو د لاریون پرمهال دغه راز په بابړه کې د سلګونو بې ګناه او بې وسلې پښتنو وژنه او په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مهم غړي عارف وزیر وژل کېدل، لویې غمیزې یادې کړې او په سختو ټکو یې غندنه وکړه.

د لاریون ګډونوالوزیاته کړه:《 پاکستان د نړۍ لپاره د سرطان دانه ده، پاکستان په بشري جنایتونو او قومي ټولوژنو کې ښکېل هیواد او د نړیوال تروریزم مرکز دی، پاکستان دوه مخی هیواد او تل یې زموږ هیوادوال په ویر کینولي” شعارونه ورکول.

دوی دغه راز په دې وروستیو کې د ډیورنډ هغې غاړې څخه د پاکستاني پوځیانو په توپونو او راکټي بریدونو د برمل د یو شمېر ځایي اوسېدونکو مرګ ژوبله هم وغندله.

د برمل ولسوالۍ قومي مخور ملک قدرت الله او نورو لاریونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې نور دې د پاکستان د دې تیریو او سرغړونو پروړاندې چوپ نه پاتې کېږي او باید غبرګون وښیي.

په لاریون کې تر زور تنو ډېرو کسانو شتون درلود چې د پاکستان بیرغ ته یې هم اور ور واچاوه.

دا لاریون داسې مهال ترسره کیږي چې څه موده وړاندې د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په توغندویي بریدونو کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې په دغه وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب