یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههندوستان ټایمز: پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې ریښتینی...

هندوستان ټایمز: پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې ریښتینی نه دی

تاند، شنبه، د اسد ۲۵ مه: هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې ریښتینی نه دی او لا هم د حقاني شبکې او داعش ډلې په مرسته په افغانستان کې خپلې موخې پالي.

سرچینه وايي، که څه هم د افغان سولې خبرې پیل شوي خو داسې ښکاري چې پاکستان له دغه بهیر څخه په ریښتني توګه ملاتړ نه کوي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې همدا اوس هم حقاني شبکه په افغانستان کې د داعش ډلې په نامه فعالیتونه کوي، چې د پاکستان استخباراتي اداره یې مستقیم ملاتړ په غاړه لري.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په دغه مقاله کې راغلي پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او دغه هېواد د خپلو ګټو لپاره له یادې پديدې ګټه پورته کوي.

هندوستان دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي لیستونه اعلان کړي، چې ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي.

تر دې وړاندې پاکستان ویلي وو چې افغان سولې ته ژمن دی او په دغه برخه کې به خپلې هر راز مرستې جاري ساتي.

پاکستان ددې تر څنګ چې افغان سولې ته د ژمن کېدو خبرې کوي ور سره هم مهاله پر کونړ او ځینو نورو ولایتونو راکیټي بریدونه کوي او تر څنګ یې پر ډیورنډ فرضي کرښه تاسیسات زیات کړي دي.

1 COMMENT

  1. تردی مخکی په واشنګټن کی د پاکستان پخوانی سفیر د پاکستان په اړه ویلی وو چی پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوی مګر کله چی یو پاکستان چارواکی دا ډول خبری کوی نو امریکا ولی د پاکستان په اړه چوپه خوله ده او ولی د ملګری ملتونو امنیت شورا د پاکستان په اړه چوپه خوله ده او ایران په شان د پاکستان په پوځ او استخباراتو باندی بندیز نه لګوی یعنی دا پدی معنا چی د افغان ولس په وژنه کی امریکا او یاده شورا د پاکستان مالی او نظامی او سیاسی ملاتړ کوی نو ځکه خو یی په افغان وژنی باندی پټه خوله نیولی او خپل دریځ نه روښانه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب