یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټرمپ زوم: سعودي مجبور دی له اسراییل سره اړيکې عادي کړي

ټرمپ زوم: سعودي مجبور دی له اسراییل سره اړيکې عادي کړي

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) یوه امریکايي چارواکي ويلي سعودي باید اسراییل سره اړیکې عادي کړي.

دا خبرې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ځانګړی سلاکار جرد کوشنر کړي دي.

کوشنر د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او اوسمهال د هغه ځانګړې سلاکارۍ دنده هم مخته وړي.

ده ویلي؛ د امریکا او اسراییل د روابطو عادي کېدل یو پریکنده امر دی او باید پر ځای شي.

د هغه په وينا؛ امریکا په دې لټه کې ده چې له اسراییل سره د مرستې لپاره له نورو هېوادونو سره هم د یاد هېواد اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي.

نوموړی وايي چې د امارات او اسراییل د اړیکو عادي کېدو طرحه به ډېر ژر د دواړو هېوادونو د استازو له لوري په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شي.

د ټرمپ زوم همداراز ویلي چې یوازي امارات نه بلکې ځینې نور عرب هېوادونه هم غواړي له اسراییل سره ښې اړیکې ولري.

دی وايي له همدې امله به هم سعودي مجبور وي چې ورسره روابط عادي کړي.

1 COMMENT

  1. خدای ته وګورئ چې په لیکلو کې (د) مه لیرې کوئ. ټرمپ زوم څه معنی؟ دا نو اوس یو نوم شو که دوه؟‌ هسې دا خوږه پښتو مه خرابوئ.‌ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب