یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه تېره یوه میاشت کې ایران څخه افغانستان ته له ۳۶ زره...

په تېره یوه میاشت کې ایران څخه افغانستان ته له ۳۶ زره ډېر کډوال را ستانه شوي

تاند (شنبه، د اسد ۲۵) د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۶۳ زره او ۵۱۹ افغان کډوال بیرته له ایران څه هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د یاد شمېر راستنو شویو افغانانو له ډلې ۲۸ زره کډوال په زور د ایراني دولت له لوري راشړل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه راز ۴۱ زره او ۹۷۴ تنه د اسلام کلا او ۲۱ زره او ۵۴۵ نور هغه د نیمروز ولایت له لارې هېواد ته را دننه شوي دي.
د یادونې ده، چې ایران په وار وار افغان کډوالو ته د ژوند کولو او نورو اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده خو؛ د د ایران نه د راستانه شویو افغانانو په خبره تر اوسه پورې یې یوه هم نه ده عملي کړي.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%87-%d8%a7%da%93%d8%ae%db%8c%d8%b2%d9%87-%d9%87%d9%85%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب