یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان پر پوله د غیر قانوني تحرکاتو په اړه د افغانستان ادعا...

پاکستان پر پوله د غیر قانوني تحرکاتو په اړه د افغانستان ادعا رد کړه

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) افغان حکومت او عام افغانان ادعا لريچې پاکستان پر ډیورنډ په دې وروستیو کې غیر قانوني تحرکات ترسره کړي دي.

خو د پاکستان د افغانستان له لوري لګول شوي تورونه ردوي او بې بنسټه یې بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغزن سیم د غځولو لپاره د پاکستان اقدامات غیرقانوني نه دي
.
نوموړي وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ هیڅ دیوال نه جوړېږي، او په خبره یې پاکستان چې کوم تحرکات کړي د خپل هېواد د امنیت ساتنې په خاطر یې کړي دي.

هغه ویلي، اسلام آباد په خپله خاوره کنټرول لري او باید د خپلو خلکو ساتنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم پرمخ ځي او له افغان حکومت نه یې هم ورته هیله کړې ده.

پاکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د عامو افغانانو په خبره دوی په ښکاره د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې غیر قانوني حرکتونه کړي دي

1 COMMENT

  1. ښاغلیه!

    د مهربانی له مخې د پولې کلمه مه کاروئ. دا (پوله) نه ده بلکه (کرښه) ده.

    خدای ج دې وکړي چې خوابدي نه شئ.

    مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب