Homeخبرونهعبدالله:د حکومت مذاکراتي پلاوی به د افغانانو له قوي ملاتړ سره خبرو...

عبدالله:د حکومت مذاکراتي پلاوی به د افغانانو له قوي ملاتړ سره خبرو ته کیني

تاند (شنبه، د اسد ۲۵) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله لیکل شوي، چې د سولې مذاکراتي پلاوی به د افغانانو له قوي او پراخ ملاتړ سره د خبرو مېز ته کېني.

دسرچینې په حواله نوموړي دغه راز ویلي، چې د مرکچي پلاوي لومړۍ او اساسي اجنډا په افغانستان کې سراسري اوربند دی.

عبدالله زیاته کړې، چې مرکچي پلاوی به د افغانستان له تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو به په کلکه دفاع کوي.

په ورته مهال د افغانستان مذاکراتي پلاوي بین الافغاني خبرو ته پوره چمتوالی ښودلی او د مذاکراتو له جریانه یې د خبري پوښښ د ورکولو ډاډ هم ورکړی دی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر داسې مهال د حکومت له مذاکراتي ټیم سره ګوري، چې تېره ورځ د دې پلاوي پر یوې غړې فوزیه کوفي وسله وال برید شوی او نوموړې په کې ټپي شوې ده.

د یادونې ده، چې بل لورته وسله والو طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې یوځل بیا ویلي، چې افغان حکومت په رسمیت نه پيژني او د سولې خبرې به له سیاسي جهتونو سره ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...