یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهارزګان کې پنځه ملي پوليس وژل شوي

ارزګان کې پنځه ملي پوليس وژل شوي

تاند(شنبه، د اسد ۲۵) د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په ډله‌ییز برید کې پنځه ملي پولیس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، تېره شپه ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د صوفیانو دره سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه چې په پایله کې يې پنځه ملي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي.

نوموړی وایي، په دې نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو تر اوسه په دې تړاو دقیقې شمېرې په لاس کې نه لري او په خبره یې اوس مهال سیمه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده او وسله‌وال طالبان په شا تمبول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب