یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوسله والو طالبانو یوځل بیا ویلي، چې افغان حکومت په رسمیت نه...

وسله والو طالبانو یوځل بیا ویلي، چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني

تاند (شنبه، د اسد ۲۵) وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ویلي، چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او بین الافغاني مذاکرات به هم له افغاني جهتونو سره کېږي.

طالبانو په اعلامیه کې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د سولې په اړه ډول ډول پروپاګنډې خپروي او د دوی به خبره افغان حکومت داسې انګیري، چې ګواکې طالبان له دوی سره مخامخ خبرې کوي.

خبرپاڼه کاږي، چې طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې به هم یوازې له افغاني سیاسي جهتونو سره کېږي.

سرچینې دغه راز په اعلامیه کې د زندانیانو په اړه د افغان حکومت څرګندونې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې زندانیانو یې په هېڅ ډول جنایي جرمونو یا د مخدره توکو په قاچاق کې لاس نه دی لرلی.

په خبرپاڼه کې طالبانو ټینګار کړی، چې خبرو ته تیار دي، خو د دوی به وینا هغه خبرو ته، چې د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده.

طالبانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې افغان حکومت یې پرون تر اتیا ډېر زندانیان خوشې کړل او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې بین الافغاني خبرې هم پيل شي.

https://taand.net/%d8%ad%d9%86%db%8c%d9%81-%d8%a7%d8%aa%d9%85%d8%b1-%d8%af-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d9%84%d9%87-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب