یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر د قطر له چارواکو سره پر افغان سوله غږیدلی

حنیف اتمر د قطر له چارواکو سره پر افغان سوله غږیدلی

تاند ( شنبه، د اسد ۲۵) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي ، چې دواړو لوریو په دې تلیفوني خبرو کې د سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی دی.

یاد وزارت وایي دغه راز یې پر یو لړمهمو مسایلو توافق شوی دی خو په  تړاو یې نور جزیات نه ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر بیا وایي، چې قطر د افغان سولې په برخه کې مهم هېواد دی او د دغه هېواد مرسته د افغانستان د ثبات لپاره ارزښتناکه ده.

اتمر په ټینګار سره وایي، چې قطر د سولې په برخه کې د پوره مرستې ډاډ ورکړی دی.

https://taand.net/%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1%db%8d-%d9%85%db%90%d8%b1%d9%85%d9%86%db%90-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae/

 

1 COMMENT

  1. کیدای شی قطر هیواد ددی سولی کامیابیدو وروسته د پاکستانیو کمپنیو په واسطه د ټولو معادنو استخراج قراردادونه واخلی چی پدی کی به خلیلزاد هم خپله برخه غواړی ځکه یو څه وخت مخکی له خلیلزاد سره ځینی اقتصادی پوه امریکایان په قطر کی له طالبانو سره کتلی وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب