یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeسپورتننګرهار نه د ملي یووالي او پخلاینې په نوم د بایسکل ځغلونې...

ننګرهار نه د ملي یووالي او پخلاینې په نوم د بایسکل ځغلونې سیالۍ پيل شوې

تاند ( شنبه، د اسد ۲۵) د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لورې د ملي یووالي او پخلاینې په نوم د باسیکل ځغلونې سیالۍ د ننګرهار ولایت څخه پیل شوې.

د یاد فدراسیو مسولان وایي، په دې سیالیو کې د ۱۶ ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل احمد فضلي وایي د دغې سیالۍ ګډونوال به په څلورو ورځو کې څلورو ولايتونو ته په ورتګ سره ۳۹۰ کيلومتره فاصله ووهي.

نوموړي وويل، چې د دې سیالیو ګډونوال به نن له ننګرهار څخه کابل، له کابل څخه کاپیسا او له کاپیسا څخه پنجشیر ته سفر وکړي.

د فضلي په خبره د یادو سیالیو په پایله کې به د سولې او پخلاینې پیغام د لیږد ترڅنګ ملي لوبډلې ته هم ۱۵ غوره لوبغاړي په نښه کړي .

د دې سیالیو ګډونوال بیا خوښ دي، چې دا ډول سیالیو زمینه ورته برابره شوې ده.

دوی دا ډول سیالۍ هېواد کې د ملي ووالي او ورورګلوۍ لپاره تر ټولو غوره لار ګڼي او له مسولینو غواړي څو دې پروسې ته همداسې دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب