Homeخبرونهافغان ولسمشر دحکومت د مرکچي پلاوي پرغړې فوزیه کوفي برید وغنده

افغان ولسمشر دحکومت د مرکچي پلاوي پرغړې فوزیه کوفي برید وغنده

تاند( شنبه، د اسد ۲۵) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د مرکچي پلاوي پرغړې فوزیه کوفي برید وغنده.

پر فوزیه کوفي تېره ورځ د کابل – پروان پر لویه لار شکر درې سیمه کې برید وشو، چې له امله یې نوموړې ټپي شوې ده.

د حکومت د مرکچي پلاوي مشرمحمد معصوم ستانکزي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې مېرمن کوفي بېګا ماښام د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوې ده.

نوموړي په خپل ټوېټ کې د فوزیه کوفي روغتیايي وضعیت ښه ښودلی دی.

ستانکزي دغه راز ویلي، چې امنیتي ادارې د پېښې په هکله څېړنې کوي او زیاتوي، چې جزیات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي.

د ولسمشر غني ترڅنګ پخواني ولسمشرحامد کرزي هم پر فوزیه کوفي برید غندلی او دا برید یې د سولې ضد عمل بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

پر فوزیه کوفي داسې مهال وسله وال برید کیږي، چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پيل ته د عامو خلکو هیلې ډیرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...