چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپه لوګر کې د تروریستي مهماتو ډیپو کشف شوې

په لوګر کې د تروریستي مهماتو ډیپو کشف شوې

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ځانګړو پولیسو قطعو غړو د لوګر ولایت په محمد آغا ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د تروریس  تي مهماتو ډیپو موندلې.

د کورنیو چارو وزارت نن ورځ په یوه خبر پاڼه کې اعلان وکړ چې ۱۰۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت، ۱۰کړۍ ډول ډول ماینونه او یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات له ډیپو څخه ترلاسه شوي دي.

یاد وزارت دا هم وویل چې د ځانګړو پولیسو ځواکونو دوه ماینونه چې د ترهګرو لخوا د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ایښودل شوي وو کشف او شنډ کړل.

په ورته وخت کې ، په سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې د پولیسو افسرانو هم د سرپل ولایت په میدان وردګو او سانچارک ولسوالیو کې د ماین دوه ماینونو د چاودیدو مخه نیولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب