چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وایي طالب بندیان به له هېڅ ډول برید سره مخ...

ولسمشر غني وایي طالب بندیان به له هېڅ ډول برید سره مخ نه شي

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني د وسله‌والو طالبانو هغه ادعا چې بندیان یې له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي په غبرګون کې ویلي، چې طالب بندیان به له هېڅ ډول برید سره نه مخ کېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه لکه څرنګه چې افغان ځواکونو د لویې جرګې امنیت تامین کړ، په هماغه شکل به د زندانیانو امنیت هم وساتي.

ولسمشر دا خبرې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په یوې انلاین غونډه کې کړې دي.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې افغان مذاکراتي پلاوی به له طالبانو سره په لومړنیو خبرو کې پر اوربند، د جګړې پای ته رسېدو لپاره په سیاسي چوکاټ، له نشه‌یي توکو سره مبارزه او په هېواد کې د ترهګرۍ له منځه وړلو پر سر خبرې او بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي، چې د داعش ډلې یوه وسله واله ډله د حکومت په مرسته غواړي چې په هغو نقلیه وسائطو برید وکړي چې د پلچرخي له زندان څخه به پاتې بندیان انتقالوي.

دا بندیان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې او د ولسمشر غني د فرمان په اساس له بنده ازادیږي او ددغې پروسې بشپړېدو سره به په څو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپل منځي خبرې په قطر کې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت پرون ۸۰ تنه طالب بندیان له پلچرخي زندانه خوشي کړل.

ځینو سرچینو رسنیو ته وویل چې دغه ۸۰ تنه بندیان په سرپټو ټانګونو کې راوویستل شول او نه معلومیدل چې په موټرو کې دې طالب زندانیان شتون ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب