Homeخبرونهپه فاریاب کې له جګړې راستانه شوې طالبان د ښه ژوند په...

په فاریاب کې له جګړې راستانه شوې طالبان د ښه ژوند په هیله دي

تاند(جمعه، د تسد ۲۴) په فاریاب ولایت کې د طالبانو یوه ۱۰ کسیز ګروپ  د سولې له بین الافغاني خبرو څخه مخکې خپلې وسلې په ځمکه کیښودي.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو یوه ۱۰ کسیز ګروپ د سولې د بین الافغاني خبرو له نږدې کیدو سره خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شول.

دغه جنګیالي د تېرو پنځو کالونو په ترڅ‌ کې، په ځانګړې توګه د فاریاب – جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې په جنګي فعالیتونو کې ښکېل ول.

هغوی خپلې وسلې تیره ورځ د هغو مراسمو په ترڅ کې چې په میمنه کې د هغوی د تسلیمۍ په مناسبت جوړ شوي وو، چارواکو ته وسپارلې.

د تسلیم شوي ګروپ یوه غړي ملا عظمت الله احدي وویل، «زه خوښ یم چې له پنځو کالونو څخه وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای کیږم او بیا به خپل ماشومان په غېږ کې نیسم.»

د فاریاب والي نقیب الله فایق د تسلیمۍ په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د بین الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د طالبانو د ګروپ تسلیمېدل د جنګ او تاوتریخوالي پای ته رسېدل په ګوته کوي.

تمه ده چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې په څو ورځو کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...