شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو د پیل لپاره افغان حکومت د مرکچي پلاوي...

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره افغان حکومت د مرکچي پلاوي لیست اعلان کړ

تاند(پنج سنبه، د اسد ۲۳) دغه مرکچي پلاوی نن د یو شمېر تغیراتو په راوستلو سره اعلان شو چې مشري یې معصوم ستانکزی کوي.

ټاکل شوې ده چې دغه مرکچي پلاوی شنبه قطر ته سفر وکړي  ممکن یکشنبه د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

دغه خبرې او د طالبانو تیاری وروسته له هغې ښودل کیږي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه ترسره شوه، په دغه جرګه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو هوکړه لاسلیک شوه.

ولسمشر غني د دغه بندیانو د خوشې کیدو فرمان صادر کړی خو تر اوسه دغه بندیان ازاد شوې نه دي

افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لاندې نوملړ اعلان کړ.

۱. محترمه حبیبه سرابی

۲. محترم کلیم الله نقیبی

۳‌. محترم محمد ناطقی

۴. محترم عبدالمتین بیگ

۵. محترم احمد نادر نادری

۶. محترم عنایت الله بلیغ

۷. محترمه شریفه زرمتی

۸. محترم جنرال ایوب انصاری

۹. محترم داکتر رسول طالب

۱۰.محترم داکتر غیرت بهیر

۱۱. محترم باتور دوستم

۱۲. محترم عبدالحفیظ منصور

۱۳.محترم داکتر امین احمدی

۱۴.محترم خالد نور

۱۵. محترمه فوزیه کوفی

۱۶. محترم غلام فاروق مجروح

۱۷. محترم معصوم ستانکزی

۱۸. محترم ضرار احمد مقبل عثمانی

۱۹. محترم عطاالله لودین

۲۰. محترمه فاطمه گیلانی

۲۱. محترم سید سعادت منصور نادری

د دغه نوملړ له اعلان سره نن په  عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړي سلاکار وحیدعمر په کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال هېڅ وړتیا نه لري.

دنوموړي په خبره د یادې ډلې د کمزورۍ ټکی دا دی، چې دوی علمي، فرهنګي، اقتصادي پانګه نه لري او په خبره یې دوی نه شي کولی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي.

په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړی سلاکار وحیدعمر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې ډیرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد دننه او د باندې ټول افغانان په دې هیله دي، چې ژر بین الافغاني خبرې پيل او اوربند وشي.

افغان حکومت له دې وړاندې په ځلونو ویلي، چې د دوی له لوري مذاکراتي ټول شموله ټیم خبرو ته اماده دی خو زیاتوي، چې طالبان دې خبرو ته کیني.

بل خوا طالبانو له دې وړاندې ویلې وو که حکومت یې ۴۰۰ بندیان خوشې کړي نو بین الافغاني خبرو ته به کیني.

1 COMMENT

  1. امريکايانو هم علمي،‌ کلتوري او اقتصادي پانګه نه لرله.‌ تاسو به د متعال رب زور ووينئ.‌ قران پاک کې دي:‌ اذ اعجبتکم کثرتکم (‌ایا تاسو خپل کثرت په عجب کې واچولئ.‌)‌ — خبره د کثرت،‌ مال او ثروت نده،‌ بلکې دا الهي معیت دی چې ان شاء‌ الله په خپلو ګنهګارو به یې وونیئ.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب