چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادیدو پروسه پیل کړه

افغان حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادیدو پروسه پیل کړه

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) افغان حکومت د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادیدو لړۍ پیل کړه چې په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه کې ولسمشر غني يې د ازادیدو فرمان صادر کړی وو.

د یاد شمېر بندیانو له جملې ۸۰ تنه یې تېر ماښام ناوخته د څرخي پله له زندانه ازاد شوي دي.

ځینې پټې سرچینې وایي چې یاد شمېر زندانیان په وقفه يې ډول له زندانه په پوځي موټرو کې چې نه معلومېدل زندانیان انتقالوي راوویستل شول.

په سیمه کې د ملي امنیت یوې سرچیني د ځینو رسنیو ته ویلي چې دغه زندانیان د کابل په بېلابېلو سیمو کې ازاد شوي دي.

یادې سرچینې دا هم ویلې چې دغه زندانیان يې د امنیتي ستونزو له امله په سرپټو پوځي ټانګونو کې انتقال کړي دي.

له دې وړاندې وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تور لګولی وو چې داعش او د افغانستان د حکومت ځینې استخباراتي ډلې لاس سره یو کړی او غواړي هغه وسایط په نښه کړي ګې د څرخي پله له زندانه به د طالبانو پاتې بندیان لېږودي.

طالبانو زیاته کړې وه چې دغه کړنه به د بین الافغاني خبرو پیل کې خنډ رامنځ ته کړي.

1 COMMENT

  1. حکومتی چارواکو او په تیره بیا د سولی مشورتی جرګی ښه په تدبیر او سوچ سره د طالیبانو زندانیان خلاص کړل. دا په افغانستان کی د ټولو ورونو قومونو او خلکو یواځینی سوچه او د یوه دریزه فیصله وه په بله معنی د اسی فیصله وشوه چه هیڅ مخالف یی نه درلود.

    طالیبانو هم ورته عمل وکړو او ۱۰۰۰زندانیان یی خلاص کړل.

    اوس د افغانانو ترمینځ خپلی خبری دی. پدی خبرو کی شاید مهم ټکی( جمهوریت، اساسی قانون، د چوکی او قدرت ویش او د ښځو حقوق) شامل وی.
    که دغه افغانان د ۴۳ کلنی جګړی په ګټه او تاوان منطقي فکر او سوچ وکړی. کیدای شی سوله او آمن په کړیدلی او ژړیدلې افغانستان کی ډیر ژر راشی.

    منطقي فکر دیی ته وای : ۱ـ د حکومت طرز : د افغانستان اسلامی جمهوریت وی.

    ۲ـ په اساسی قانون کی تغیر راوستل : لازم وګڼل شی

    ۳ـ د ښځو حقوق : ښځه مور ده . د مور حقوق لازم او ملظوم دی. که څوک خپلی مورته حقوق ورنکړی نو د هغه په انسانیت او اسلامیت شک پیدا کیږی. په ټولو اسلامی حکومتونو کی د ښځو حقوق معلوم دی.

    ۴ـ د چوکی او قدرت ویش : باید په ټول افغانستان کی سراسری انتخابات وشی. او دغه انتخابات د ملګرو ملتو سازمان او د اسلامي همکاریو سازمان تر نظارت لاندی تر سره شی.

    د افغانستان ولسونه او خلک دغه ۴۳ کلنی جګړی تباه او برباد کړل. د الله ج په دربار کی سوال کووم چه نوره دغه جګړه ختمه او مونږ ته سوله او امن راولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب