شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشنونکي: د جګړې د دوام لپاره ښایي د سولې یوه بله پروژه...

شنونکي: د جګړې د دوام لپاره ښایي د سولې یوه بله پروژه پیل شي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) طالبانو تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، داعش ډله غواړي هغه وسایط په نښه کړي چې ټاکل شوې د څرخي پله له زندانه د طالبانو پاتې بندیان ولېږدوي.

طالبانو تور لګولی چې په دغه پلان کې له داعش سره د افغان حکومت استخباراتي کسان، یو شمېر نظامیان او د امنیتي‌ پوستو قومندانان لاس لري.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلې چې دغه ډله په دې اړه اندېښنه لري او ټولې خواوې دې د دغه خطر مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

سره له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دا تورونه بې‌بنسټه بولي، خو د چارو ځینې شنونکي اندېښنه ښيي چې که د سولې خبرې اترې مثبتې پایلې هم ولري، جګړه به د یوې نوې پروژې په ډول دوام ومومي.

د امنیتي چارو کارپوه کابل‌خان تدبیر چې د سولې خبرو ته هیله‌مند نه دی وایي، دا وېره شته چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره یوه بله پروژه پیل شي.

د نوموړي په وینا، که حکومت او طالبان نوې پروژې ته ژمن وي، یو لوری به امکانات ورکوي او بل لوری به هم ورته جنګیالي برابروي.

د چارو یو بل شنونکی محب‌الله شریف رسنیو ته وایي، که له طالبانو سره د سولې پروسه یوې پایلې ته هم ورسېږي، جګړه به دوام ومومي.

د هغه په وینا، له داعش، حکومت او طالبانو نیولې د بېلابېلو هېوادونو تر استخباراتو پورې ټول به د جګړې د دوام لپاره پټې او ښکاره لاسوهنې وکړي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د پاتې بندیانو د امنیت څرنګوالي په اړه د دې ډلې وروستي تورونه بې‌ځایه او بې‌بنسټه دي.

هغه وايي، افغان حکومت په دې برخه کې له وړاندې اقدامات کړي او طالبان باید د دا ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کی د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم د طالبانو اعلامیه بې‌بنسټه بولي.

د طالبانو له‌خوا د دوی پر ۴۰۰ بندیانو د برید ادعا داسې مهال کېږي چې ولسمشر د مشورتي لویې‌ جرګې د پرېکړه‌لیک له مخې، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم کړی او تمه کېده چی دا بندیان پرون یا هم نن خوشې شوي وای، خو تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

1 COMMENT

  1. او دا به هم واوری چی طالبان به ووایی چی مونږه بین الافغانی خبری کوو نه د حکومت سره. که حکومت سره مو خبری کولای لا پخوا به مو کړی وای. هغوی پر جمهوریت او انتخابات باور نلری. خر موسی را ګر به مکه برند، چون پس آرند هنوز خر بود. دوی هماغه خره دی په ولاکه یی اصلاح کړې. بهتره خو زه دا ګڼم چی یو قوی حکومت را منځ ته شی د طالب، ملا او نور غلو او چپاولګرو بیخ او بنیاد تری وباسی. نه مسجد او نه مدرسه پریږدی ټول له یوه سره بمبارد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب