شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیو شمېر کورنۍ د ښوونځیو د پیلېدو په اړه د پوهنې وزارت...

یو شمېر کورنۍ د ښوونځیو د پیلېدو په اړه د پوهنې وزارت طرحه ناسمه بولي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) پوهنې وزارت نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د خصوصي ښوونځیو له لومړي ټولګي نه تر دولسم او د دولتي هغو یوولسم او دولسم ټولګي به د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

د پوهنې وزارت دا طرحه د زده‌کوونکو د یوشمېر کورنیو له نیوکو سره مخ شوې ده.

یوشمېر پلرونه او میندې چې ماشومان یې په دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې کوي، د پوهنې وزارت دغه پرېکړه پر توپیري چلند ولاړه بولي او وايي، دا طرحه د شتمنو او بې‌وسه کورنیو ترمنځ ښکاره توپیر کول دي.

د کابل یو شمېر اوسیدونکي وایي د پوهنې وزارت دا پرېکړه نه یوازې د دولتي او خصوصي ښوونځیو له زده‌کوونکو سره توپیري چلند دی، بلکې د هغوی پر زده‌کړو منفي اغېز کوي او یو کال به له خصوصي ښوونځیو وروسته پاتې شي.

دوی له دولته غوښتنه کوي چې د خصوصي ښوونځیو په څېر دې دولتي ښوونځیو ته هم اجازه ورکړي.

دوی د پوهنې له وزارت غوښتنه کوي چې موږ به هم د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسو نو پرېږدئ چې د بې‌وسه کورنیو ماشومان هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ توپیري چلند ردوي او وايي، په دولتي ښوونځیو کې د ځای نه موجودیت او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نه نیول د دغې پرېکړې اصلي لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو له کبله د روان کال له وري میاشتې راهیسې ټول ښوونیز او د لوړو زده‌کړو مرکزونه رخصت کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب