یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخوستي ځوانان وایي لوړې زده کړې مو کړې، خو دندې نشته

خوستي ځوانان وایي لوړې زده کړې مو کړې، خو دندې نشته

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) د خوست ولایت ځوانان وایي لوړې زده کړې مو بشپړې کړې خو دندې راته نه پیدا کیږي.

د یاد ولایت یو تن ځوان نجیب واثق وایي، که څه هم پدې وروستیو کلونو کې افغان حکومت د ځوانانو د مقررۍ په برخه کې یو څه لاسته راوړنې لري، خو ولې اوس هم تر ډيره په اداراتو کې د د وړتیا ځای روابطو نېولی.

د دې ولایت یو بل ځوان طایب الرین بریال هم له افغان حکومته ګیله لري، چې ګني ځوانان د لوړو زده کړو اسناد په لاس لري، خو په وظیفو پسې په یوه او بله اداره کې لالهانده ګرځي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل هم مني، چې ګني د لوړو زده کړو درلودونکي بې شمیره ځوانان بې وظیفې ګرځي، چې دولت باید ورته د کار زمینه برابره کړي، خو هغه وایي چې ولایتي ادارې پدې برخه کې د پام وړ کار کړی.

د خوست زیات شمېر ځوانان که څه هم مني چې په تیرو څو کلونو کې د ځوانانو د مقررۍ په برخه کې کار شوی، خو ولې اوس هم تر ډیره لوړې زده کړې لرونکي ځوانان له دې کبله مایوسه شوي، چې ګني په اداراتو کې وړتیاوو ته نه کتل کېږي او تقرر په روابطو کیږي.

د خوست ځوانان داسې مهال غږ پورته کوي چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ځوانانو زده کړې بشپړې کړې خو د اداري فساد له امله لا هم بې دندې ګرځي او کورنۍ یې د غربت شپې او ورځې تیروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب