یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهرنګینه حمیدي: که د کورونا ګواښ نه و، تر یوې میاشتې ټول...

رنګینه حمیدي: که د کورونا ګواښ نه و، تر یوې میاشتې ټول ښوونځي پرانیستل کېږي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) د معارف وزیرې رنګینه حمیدي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښوونځیو ته د ټولو روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو او پلي کولو سره امر شوی چې درسي بهیر پیل کړي.

د حمیدي په وینا، که په یوه میاشت کې په یادو ښوونځیو کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ کومه مثبته پېښه ثبت نه شوه، ژر تر ژره به د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګيو ته هم د درسي پروسې د پیل اجازه ورکړي.

د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني په دغه کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې اوس مهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو دی.

عثماني له هېوادوالو وغوښتل چې د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې عملي کړي او په دې برخه کې بېغوري ونه کړي.

د کابینې د پرېکړې پر اساس، ټاکل شوې چې دغه ښوونځي د سنبلې یا وږي میاشتې پر لومړي نېټه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب