عبدالوافي نایبـزی
پرون د ۲۰۲۰ ز د می میاشتې ۱۱مه وه، په نړۍ کې د مور ورځ نمانځل کېده. زه چې ډېرې وخت نړۍوالې رسنۍ هر سهار تعقیبوم، د نړۍ کابو هر ځوان او هرې پېغلې د مور ورځ په انلاین بڼه نمانځلې وه.
نن د می ۱۲مه ده، د کابل په یوه کې افغانه مور ستونې ستاغ غځېدلې، پر چپ مټ يې خپل نوی زېږېدلی ماشوم پروت دی، دې مور په ټټر د هغه نامعلوم دښمن مرمۍ خوړلې، چې ښايي د کورنۍ غړي يوه پېړه وروسته هم پوه نهشي، چې چا او ولې؟ ماشوم هم د مور په ټټر شهید پروت دی، خو دا افغان ماشوم دی، هغه ماشوم چې نړۍ به يې د وژنې په مقابل کې سوڼ هم ونهکړي، آه کاش دا د سوریې وو، کاش د امریکې وو، کاش د بل وطن، د دې وطن ماشومان به سوی ځګر د رب په مخکې ودرېږي، او د وطن ټوله کیسه به ورته کوي، عجب صبری خدا دارد…
ولې چوپ یو؟
جګړې د ځاني، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو تر څنګ موږ سخت روحي هم وځپلو، یاد مو شي، پخوا که به یو کس وغورځېد، ضعف به يې وکړ، نو ټول کلي به ورمنډه کړه، که شخص به د ښار په کوم واټ کې ضعف وکړ، نو ټول ښار يې مرستې ته راټول شو، خو نن څه کیسه ده؟ سل ووژل شي، له تېغه تېر شي، واټونه او د ښار ویالې په وینو رنګ شي، خو پوره یو ساعت وروسته هيڅ هم نهوي، ته به وايي، چې د اطفايي اوبه زموږ د وجدان تومنه هم مېنځي، هېڅڅوک د کثیف دښمن په مقابل کې غږ نهباسي، ښايي د وجدان فرېکونسې دومره ټيټه شويوي، چې هېڅ د خپل همنوعه درد نهشو حس کولای.
آیا موږ فکراً غلامۍ او وژنې ته اماده یو؟
زه پهدې اند یم، تر څو چې موږ پر خپلو فکرونو کار ونهکړو، تر هغې به همداسې قتلېږو، د هر هېواد د نظام او حکومت تر شاه یو نامريي ځواک وي، چې هېواد سمې لارې ته سوق کوي، موږ بدبختانه داسې مشران یا Elites نه لرو، یانې په کُل کې موږ د هېواد په کچه رهبرۍ له خلا سره مخ یو. « د هر ملت ضعف د هغه ملت په منځ کې ریښه لري او باندنۍ ضربې چندانې تاوان نه ورته کوي، خو که تاوان له دننه وي، نو بیا دا ضربې هم کار کوي، استعمار ځکه کېده، چې ځینې خلک استعمار ته جوړ وو. اول باید د خپلو عیبونو او نیمگړتیاوو چاره وکړو، ځکه د دې عیبونو په وجه راته «بل» زیان رارسولی شي. دا نیمگړتیاوې یوازې د ایمان او عقیدې ضُعف پورې نهدي، ځکه د ژوند ټولې چارې خو په ایمان او عقیده نهکېږي، بلکې پوهه، اخلاق، فرهنگ، هنر، قانون، عرف، پانگه، امکانات، حکومت، مدیریت، صنعت، تجارت او…هر یو په ټولنیز ژوند کې مهم دي. که مو پوهه د پخوانیو پېړیو وي، اخلاق مو د عوامو تر عرفه راټیټ شوي وي، فرهنگ مو په مړاوي کېدو وي، هنر مو له غوړېدو پاتې وي، قانون ته څوک غاړه نهږدي، عرف مو د وړو سیمو پورې محدود پاتې وي، پانگه مو ځای پر ځای ولاړه وي او دوران ونهکړي، لازم امکانات او ابزار مو د کارگرانو او صنعتگرو په لاس کې نهوي، حکومت مو خپلې دنده ترسره نهکړي، کامیابه مدیریت نهوي عام شوی، صنعت نهوي او تجارت مو بېخونده وي، نو طبیعي خبره ده، چې ټولنه به مو د غورځېدو پر پاڼ درېدلې وي. داسې ټولنه د وړو ستونزو په حل کې هم پاتې راځي او په اسانۍ سره په داسې میدان بدلېدای شي، چې هر زورور پرې ورودانگي. – استاد محق، والیل اذا عسعس».
خاین چارواکي
د سټالین مشهوره وینا ده، چې سیاسیون که خپلو کې وران وي، نو موږ وژني او که خپلو کې سره جوړ شول، نو زموږ سرمایه لوټي. په افغانستان کې د وژنو یو علت همدا دی، چې د معاصر تاریخ له پیله تر دې دمه سیاسیون پهخپلو کې سره نهدي جوړ، د دوی دا نفاق تل بېرونیو کړیو ته زمینه مساعده کړېده، چې راشي او زموږ په اینده لوبه وکړي، خورا کم پاک سیاسیون که شتون ولري، خو پهداسې موقفونو به يې ونهمومي، چې د هېواد په کچه د تصمیمنېونې مرجع وي. هغه چارواکی به وطن ته څه خدمت وکړي، چې کورنۍ يې پاکستان، ایران، جرمني، مسکو، کاناډا، امریکا او هندوستان کې مېشته وي؟ په وطن کې اوسېدل، خپله یوه قرباني ده، تر څو چې مشران قرباني ورنهکړي، نو کشران (ولس) به همداسې پاهبسته پسه پهڅېر قتلېږي.
بېغیرته او پست دښمن:
نړۍ کې که جګړه کېږي، نو د اصول پر مخ وړل کېږي، په دې نړۍ کې د هر څه د پاره اصول وضع شويدي، خو بدبختانه په افغانستان کې نه د جګړې روایت Narrative معلوم دی، نه يې اصول معلوم دي، بس چې څرنګه د وحشي دښمن وس ورسېد، افغانان قتلوي، د افغانستان اوسنی دښمن د نړۍ د ظلمونو په مقابل کې رېکارډ جوړوي، د افغانستان په تاریخ کې په مېرمنو او بیا هغه ډول مېرمنو چې د ولادت په موخه روغتون ته وړل شويوي، بريد چا نه دی ثابت کړی، دلته هغه کیسې کېږي، چې د سړي ستونې زېږ شي، دا کوم وحشت دی، دا کوم بربریت، دا دښمن تالب دی، که داعش، او که تر شا يې امریکا، ایران او که پاکستان دی، تر ټول پست او بدفطرته دښمن دی. دوی په لوی لاس د افغانانو پاڅون ته لار اواروي، هغه پاڅون چې پایله به يې بیا د وطن او ځانورانونه وي. د افغانانو دښمن دومره بُزدله دی، نه پر جومات اسره کوي، نه په ښار اسره کوي، نه د مقابل لوري پر ناموس اسره کوي، حتا دوی د خدای له اسماني سپېڅلي کتاب پروا هم نه ساتي، دوی د قران په منځ کې هم بم ځای پر ځای کوي، تر څو افغانان پرې ووژني، دوه د انسانیت ټولې پولې نړولی دي، د افغانانو دښمن انسان نهدی، خلاص!
څه کول پهکار دي؟
لومړی، په فکرونو کار کول: د افغانانو فکرونه جګړې ته تل اماده دي، ما مخکې هم وویل، چې کله موږ فکراً اماده ونه اوسو، نو د نړۍ یو زبر ځواک هم پر موږ څه نهشي کولای، خو موږ تاریخ ګورو، چې موږ تل فکرا استعمار ته اماده وو، چې استعمارېدلو. نو فکر بدلول په کار دي، تر هر څه اول باید موږ ته وطن لومړیتوب ولري.
دویم، د ولس له لوري حکومت ته کرښه کش کول، د ولس زور د خدای زور دی، پهکار ده، چې په د وطن په هره سیمه کې ظلم کېږي، که دښمن يې کوي، او که د حکومت کوم نا اهله چارواکی، ولس باید ورپسې پورته شي، او خپل حق وغواړي، وژل کېږي ولس، خو ولس غلی دی، حق يې خوړل کېږي، خو غلی دی، بمونه پرې وورول شي، خو ولس غلی دی، ولس چې کوم کار کولای شي، هېڅڅوک يې هم نهشي کولای. همدا ولس دی، چې حکومت ته هم شکل ورکولای شي او دښمن ته په کور کې هم شپه!
درېیم، تعلیم هر مهال د هر دښمن پر مخ کلکه څپېړه ده، تر هغه چې په افغانستان کې د معیاري تعلیم کچه لوړه نهشي، نو ستونزې لهدې هم بدترې وګڼه، تاسو فکر وکړئ، چې ۴۰٪ باسواده وي، او ۶۰٪ بېسواده، نو معلومه خبره ده، چې ۶۰٪ به ډېرې ستونزې جوړوي، بیا داسې ضدي بېسواده، چې په اګاهانه ډول بدلون ته هم غاړه هم نهږدي، ښوونځي هم نه مني، د مېرمنو تعلیم هم نهمني، نو معلومه خبره ده، چې دا ۶۰ سلنه به په ۴۰ سلنو برلاسي وي.
دمحترم نایبزی صاحب لیکنه می ترآخره ولوسته ډیره په زړه پوری وه زه غواړم یو څوکرښی وراضافه کړم زمونږ خلک داسی دی لکه په یوه زمانه کی کوم ظالم پاچا غوښتل چی دخپل ملت غیرت معلوم کړی دی پاچااعلان وکړ چی سبادی ټول خلک دمثال په ډول (دمرنجان) تپی ته راټول شی چی اعدام کوم یی نو ټول غلی ناست وه په دی کی یوځوان راپورته شواو پاچا ته یی وویل چی صاحبه رسی مونږ راوړو که ستا دولت یی برابروی.
اوس مونږدخپل مرګ لپاره رسی هم په خپله برابره وو نه قیام شته ده اونه هم په سیاسیونوکی غیرت پاتی ده هغوی پریږده چی خلک دجهاداو مقاومت په نوم یرغمل ونیسی اوخپلی چړچی وکړی دکوم سیاسی مشر زوی مړشوی چی هغه پری وژاړی دټولوزامن په بهرنیوملکوکی عیاشی کوی اودلته ما اوتاته یی رهبرصاحب ناست ده دجهادحماسی وړاندی کوی زه په هغه مجاهدافتخارکوم چی دخدای درضا لپاره یی جهادکړی وی او له خدای څخه یی اجراوثواب عواړی دلته اوس دجهادپه نوم خلک یرغمل نیول کیږی اوله خلکو نه هرڅه غواړی داځکه چی دوی جهادکړی هغه مجاهدچی الله درضالپاره ځان قربان کړنن دهغه یتم – کونده او بوډی مورکدایی کوی اوقوماندان صاحب اوامیران ورته کوری اوننداره یی کوی اوخپلوبادارانوته خدمت کوی او که داکارونکړی باداریی په یو اوبل نوم له مینځه وړی خدای دی زمونږاوستاسوپه حال رحم کړی دی سیاسیونو نه خبرخلاصه ده هغوی پریږدی چی خپلوبادارانوته خدمت وکړی اوبس. که به دی لیکنه کی کومه املایی غلطی وی معافی غواړم. وسلام
خیر هوسې ګرانه، له نظر سره دې موافق یم. هیله ده چی یوه ورځ سره مجلس وکړو.