Homeخبرونهد محسن داوړ د کورونا ټېسټ منفي خو د علي وزیر ټېسټ...

د محسن داوړ د کورونا ټېسټ منفي خو د علي وزیر ټېسټ مثبت راغی

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مهم مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي‌ وزیر په کورونا وېروس اخته شوی دی.‌

د غورځنګ یو بل مشر محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي‌ چې د علي‌ وزیر وضعیت ښه دی او له خلکو یې غوښتي‌ چې دعا ورته وکړي.‌

د پي ټي ایم د سرچینو په قول، علي وزیر دوه ورځې وړاندې د کورونا وېروس ټېسټ ورکړی و او نن سه شنبه یې پایله مثبته وختله.‌

ښاغلي‌ داوړ ویلي، چې علي‌ وزیر د اوس لپاره ځان د پارلمان د غړو د استوګنې ځای کې قرنطین کړی دی.‌

محسن داوړ وایي،‌ ده هم خپله معاینه کړې ده خو پایله یې منفي‌ راختلې.‌

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قامي‌ اسمبلۍ رئیس اسد قیصر هم څه موده وړاندې په کورونا وېروس اخته شوی و او ځان یې قرنطین کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...