Homeخبرونهولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته تهاجمي حالت...

ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته وګرځي

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۳) په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو حملو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې تهاجمي حالت غوره کړي.

نن د کابل په دشت برچي کې پر یوه روغتون په ډله ییز برید کې د نوزېږو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول.

د ننګرهار په ښېوې ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قوماندان د جنازې په مراسمو کې انتحاري برید بیا لږترلږه ۲۴ تنه وژلي او ۶۸ نور ژوبل کړي دي.

له دې جلا د لغمان ولایت په الیشینګ ولسوالي کې پرون د طالبانو په برید کې ۱۸ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

ولسمشر غني د دغو بریدونو په غبرګون کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو په وړاندې د تهاجمي حالت د غوره کولو امر وکړ.

ولسمشر غني دا بریدونه جنایت وبلل او د غندنې ترڅنګ یې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه. هغه زیاته کړه چې طالبانو له جنګ او افغان وژنې لاس نه دی اخیستی او د پردیو په لمسون یې پر افغانانو او عامه ځایونو یې بریدونه ډېر کړي دي.

افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته خونړي بریدونه زیات کړي دي خو طالبان وايي چې له امریکا سره په موافقه کې یې یوازې په لویو ښارونو د بریدونو د نه کولو پرېکړه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. کور دې ودان،دا پمن سپي نور د رحمن وړ ندي،دوستم ته امر وکړه چې ګيلم جم دې ور مخته کړه.

  2. د افغان ملی امنیت د پام وړ۰
    وطنوالو استخباراتی څانګی مو قوی کړی د ولس همکاری جلب کړی په کابل کښی پاکستانی جاسوسان ونیسی
    استخباراتی همکاری د ولس په همکاری کښی ده۰ موثق راپور ته مکافات قانع شی او په راپور پخشش ورکړی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...