Homeخبرونهبلخ پولیس: یو هلک انجلۍ سره د ټلیفونې اړیکې په تور سخت...

بلخ پولیس: یو هلک انجلۍ سره د ټلیفونې اړیکې په تور سخت وهل شوی

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۲) د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي چې د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې یو هلک له انجلۍ سره د ټلیفوني اړیکې په تور سخت ډبول شوی.

عادل د چهارشنبې په ورځ د رسنیو ته وویل چې دغه ځوان له یوې انجلۍ سره د ټلیفوني اړیکو د درلودلو له امله صحراي محاکمه شوی دی.

د عادل پر وینا پولیسو د پېښې په تړاو یې شپږ تنه نیولي دي.

ویل کېږي چې دغه ځوان ژوندی دی خو روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل چې په مارمل ولسوالۍ کې د حاجي عبدالرحمان په نوم د یوه کلي ملک، له یوې پېغلې سره د دغه ځوان د ټلیفوني اړیکې په اړه له خبرېدو وروسته نوموړی صحرايي محاکمه کړی دی.

خو د بلخ د والي ویاند زیاته کړه چې پولیسو ۷ تنه د پېښې په تړاو نیولي او دوه تنه نور تښتېدلي دي.

فرهاد وویل چې د نیول شویو اوو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...