Homeخبرونهناټو او ترکیې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی

ناټو او ترکیې د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۲) ناټو او ترکیې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان سولې ملاتړ کړي دی.

په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو ډاډ ورکړی، چې دوی به تلپاتې سولې ته رسېدو پورې له افغانستان او د دې هېواد ملي امنیتي ځواکونو سره ولاړ وي.

پونتیکورو ویلي، چې دوی به په دې برخه کې به خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د ناټو پر ټویټر پاڼه راغلي، چې پونتیکورو دا څرګندونې نن د ولسمشر غني له لومړي مرستیال امرالله صالح سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې د سولې برخه کې پر پرمختګونو او بین الافغاني مذاکراتو ته پر چمتوالي هم خبرې شوې دي.

دغه راز په کابل کې د ترکیې سفیرهم د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوزان ارطغرل نن د دغې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې هیله ښودلې، چې بین الافغاني خبرې ژر پیل او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیکېدو وروسته ګڼو هېوادونو او سازمانونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...