Homeخبرونهد تاجکستان د ترانسپورټ وزیر د ځان وژنې هڅه کړې

د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر د ځان وژنې هڅه کړې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۲۱) د تاجکستان رسنۍ وایي، چې د دې هېواد د ترانسپورټ وزیر خدایار خدیارازاده د ځان وژنې هڅه کړې ده.
سرچینې زیاتوي، چې نوموړي نن سهار په پلازمېنه دوشنبه کې په خپل کور کې د چاقو په وسیله ځان وژنه کوله خو ژغورل شوی دی.
د تاجکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې نوموړي د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کوله، خو کورنۍ یې پولیسو ته خبر ورکړی او نوموړی یې ژغورلی دی.
راپورونه د تاجکستان د روغتیایي چارواکو له قوله وایي، چې نوموړی اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی او صحي وضعیت یې ښه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...