سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد غزني اوسېدونکي: اندړو ولسوالۍ کې له یوه بس نه غلو ۳...

د غزني اوسېدونکي: اندړو ولسوالۍ کې له یوه بس نه غلو ۳ مېرمنې ښکته کړي او جنسي تیری یې پرې کړی

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د غزني د د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي، چې هلته له یوه بس څخه ۳ ښځې په زور کښته کړای شوي او جنسي تېری پرې شوی دی.

یاده سیمه د طالبانو تر کنترول لاندي ده او نن د سپرلیو، موټرچلوونکو او مسافرو له لوري د اعتراض په ډول تړلې وه.

دغه لاره په داسې حال کې تړل شو چې اعتراض کوونکي وايي تیره شپه د سپرلیو له یوه موټر څخه نامعلومو کسانو درې ښځې کښته کړي او جنسي تیری یې ورباندې کړی دی.

بل لورته د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي وسله والو غلو په دغه سیمه کې تر دېرشو پوري د سپرلیو موتړې لوټلي خو زیاتوي د ښځو د ځورونې په اړه معلومات نه لري.

په ورته مهال عیني شاهدان بیا وايي، چې په دغه ځای کې که یوې خواته له موټرو غلاوې شوې دي خو بل لور ته له یو ۳۰۴ ډوله موټر څخه درې ښځې په زوره تښتول شوي او له لوټلو وروسته ورباندې جنسي تیری شوی دی.

دوی وايي اتکل کیږي، چې دغه میرمنې د هرات ولایت اوسېدونکې وې او کابل ته په سفرتللې.

بل لورته وسله والو طالبان بیا وايي دغه پېښه رامنځته شوې خو معلومه نه ده چې وسله والو کسانو پر دغو ښځو جنسي تېری کړی دی کنه.

د سیمې خلک او دولتي چارواکي وايي دلته د پولیسو پوستې نشته او په خبره یې دا هغه سیمه ده، چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

1 COMMENT

  1. ډېړه زړه دردوونکې پېښه ده. ددی جنایت قربانیانو ته د زړه له کومی تسلی او د غمیزی د زغم توفیق غواړو او د فاجعی آمرینو او عاملینو ته ابدی جهنم غواړو.
    داسی ښکاری چی دا یوه استخباراتی خطرناکه او بشری ضد لوبه ده چی د جنایت د تولید تر څنګ نور پلید اهداف هم تعقیبوی. ممکن دا د لویو او دخیلو قدرتونو یوه روحی – آزمایښتی کړنه وی څو د وولس ذهنونه د یوی بلی پیچلی او مرموزی سناریو منلو ته چمتو کاندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب