سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهلبنان رسنۍ: وروستیو لاریونونو د دې هېواد لومړی وزیر استعفا ته مجبور...

لبنان رسنۍ: وروستیو لاریونونو د دې هېواد لومړی وزیر استعفا ته مجبور کړ

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د لبنان رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د خلکو پراخو لاریونونو د حکومت لومړی وزیر حسن دیاب استعفا کولو ته اړ کړو.

د سرچینو په وینا، د دغه هېواد ولسمشر میشل عون د لومړي وزیر استعفا منلې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د نوې کابینې د تشکیل لپاره هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د لبنان هېواد په پایتخت بېروت کې د چاودېدونکو توکو له کبله درنه چاودنه وشوه.

د لبنان د امنیتي چارواکو په وینا، څو ورځې وړاندې په پایتخت بېروت کې د وسلو په یوه زېرمه کې ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت چاودنه وکړه چې په ترڅ کې یې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

تر دې پېښې وروسته هلته د خلکو له خوا پراخه لاریونونه پیل شول چې لاهم روان دي.

دوی ادعا کوي چې حکومت د بنسټیز بدلون په رامنځته کېدو او د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی او نور ورته دا حالت د زغم وړ نه دی

1 COMMENT

  1. موږ افغانان هم باید د ډیورنډ کرښی باندی او کنړ او کندهار کی د پنجاب ظلم په اړه په ولسمشر فشار راوړو چی ولی د پآکستان په اړه چوپه خوله نیولی او دا چوپتیا باید ماته شی

    ځکه د هر هیواد وګړی او مشر ته د خپل هیواد ملی ګټی او ملی پروژی مهمی دی مګر په ډیر افسوس زموږ دولتی چارواکو ته د ګاونډیو او برتانیه او امریکا او روسیی ګټی مهمی دی ځکه څه خارجیان وایی زموږ چارواکی ورته بلی صیب وایی مګر داسی ورته نه وایی چی زما په ولس باندی ظلم روان دی او تاریخ کی زما نوم بدیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب