پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونه؛افغان يا پښتون؛ له کومه سو؟ | استاد شهسوار سنګروال

؛افغان يا پښتون؛ له کومه سو؟ | استاد شهسوار سنګروال

يوشمېرتاريخپوهان اولرغون پېژندونکي انګېري،چې تا ريخ په افسانه کې دی اودروم په څېرديوه لرغوني هېواد تا ريخ هم له افسا نې پيل شويدی . .

افغانستان هم ديوه لرغوني هېوادپه څېراوږدتاريخ لري اولاتراوسه هم دافغانستان پرمخ سپېرې دوړې پرتې دي،خودمخ له کومې برخې،چې پلو لرې شوی هم دی لاتت برېښي …!؟ددې يوسترلامل دادی،چې موږسرپه سرجګړودېته نه يوپرې ايښي،چې دهېوادريښتنې څېره اوانځورنړۍ ته وښېيو…
خوبيا هم ګڼ شمېرتاريخپوهان،لرغون پېژندونکي اوژبپوهان دامني،چې پښتانه اوافغا نان دافغانستان تاريخ دکارنامويوه ستره اوغوښنه برخه ده،چې څوبېلګې داسې دي،:
– علی اکبرجعفري دژبپوه مورګن سترن له انده کښلي دي،چې په ويدي سرودونوکې د ؛پرشو؛کليمه،په اوستا يي سرودونواوسنسګرت کې ؛پرسوانه ؛ يا پرشوانه (پرشانه ) داوسني پښتون له نوم سره تړاولري….
– له دې سربېره دتا ريخ پلارهېرودوت،چې دګندهاراهېواد په لمنوکې ديوشمېرقومونويا دونه کړېده،دساري په توګه اپاريتي ستاګېدي داديکي اوګنداري…ددغوقومونوپه لړکې يوهم داپريتي ټبردی،چې مورګن سترن دهېرودوت اپرېتي اوسني اپرېدي ګڼي ،(وګورئ دايرت الاسلامي لومړی ټوک 217مخ ) .
– جورج ګريرسن که له يوې خوا په ريګويداکې د؛پکتاس؛ يا پختوس (پکتوس)دکليمې پخلی کوي،خوله بلې خوادمورګنسرن هغه خبره هم ستايي،چې ديوه هندي منجم وراهه ميهيرا؛اوګانه؛اوسنی افغان ګڼي …که څه هم مورګنسرن دهېرودوت پختين اوياپکتيوس سره اوږه نه وړي…خوبيلواوګريرسن دهېرودوت پختين =پکتيس=پکتين اوسنی پښتون ګڼي او؛اوګانه؛اوسنی افغان …(دډېرومعلوماتولپاره وګورئ سروې زبان هاې هندي 5مخ )
-کننګم دهندوستان په جغرافېيه نومي کتاب کې دهون څانګ اپوکين افغان بولي ،ولی نوموړی له دې څخه خبرنه وو،چې ميهيرا په سنيهيتا نومې اثرکې د؛اوګانه؛يادونه کړېده …پانيني بيا ددې ټولوخبرپخلی داسې کوي،چې دغه وګړي په بلهيکا کې اوسېدل ،چې ترډېره بريده هندي لرغون پوهانو دغه نوم باختراويا باکترياته کا روه …!؟
-په مهاباراته کې داوګا نه نوم داسواکه په بڼه راغلی دی،چې دغه وګړي په ګندهاراکې اوسېدل .مارتن ؛هم نوروانګېرنوته ورته په دې ټينګارکوي دغه نوم  ،چې په سنسګرت کې اسا که وروسته اسواکا،اسواغانه،اسواګانه اوپه پاې کې اپاګانه راغلی دی،ددغوټولومعربه بڼه ؛افغان؛دی. .
-دشلمې پېړۍ په لومړنېيودرې لسېزوکې دامريکا له شيکا ګونه يوپلاوی دايران شېرازښارنقش رستم ته راغی اوهلته يې يوشمېرکتيبې اوډبرليکونه وپلټل اوپه دغه لړکې يوه کتيبه ترګوتوکړه،چې په دويم بند کې پشکا پوراوپه شپږم بند کې اپګا نه کښل شوی وو.
وروسته په 1940کال شپرنګ لون په همدې اړه يوه مقاله وليکله اوبيا يې په سا مي مهالنۍ کې خپره کړه اوپه دې يې ټينګاروکړ،چې دنقش رستم دکتيبې اپه ګان اوسنی افغان د ی …
سراولف کارو،بيلواوکروسنسکي د تېروڅرګندونوپربنسټ وايی،دريم شاپور(309-379زکال)په ځان داپګان لقب ايښی وواووياړيې پرې کاوه . .
الماني تا ريخپو؛ديوستي؛اودپټانزکتاب ليکوال سراولف کا روهم په دې اند دي،چې د اپګان=ابګان معربه بڼه افغان دی .
يوشمېرکسان په نا پوهۍ کې انګېري،چې افغانان اويا پښتانه يوازې دسليما ن غره اوسېدونکې وواوپه لرغوني تاريخ کې ددوئ دشتون په تړاوبل کوم داسې لاسوند نه دی ترسترګوشوی،چې ددوئ داستوګنې څرک ترې ترسترګوشوی وي …
دافغانستان په لرغوني تا ريخ کې،دسليمان دغره په اړه،چېېرته چې افغانان مېشت ول،داسې يوروايت شته چې،فريدون درې زامن درلودل چې سرم (سلم)،تور(توران) او؛ايرج؛نومېدل…که څه هم دافغانستان په استوروي تاريخ کې ددې کيسې بشپړانځورراغلی دی،خودلته موږ په لنډيزسره ويلی شو،چې له همدې سلم ،سليمان انګېرل شوی دی،چې په اوستاکې ورته سريمان اوپه پهلوي ژبه کې سرم ويل شوی دی !؟
دافغانستان تاريخ نومې کتا ب کې ؛تتلر؛دراورتي له انده کښلي دي ،هغه وګړي،چې په سليمان غره کې اوسېږي هغه پټان يانې سليمانخيل دي …
موږدمخه دبرون له قوله،چې دايران په جغرافېيه کې ورته اشاره کړېده وکښل،چې دفېروزکوه (غور)دغره اوسېدونکې ټول افغانان (شنسبيان،ماهويان)دي …چې بارتولد دغې سيمې ته غرج،غرش غرچ نومونه ورکړي،چې له غورنه ترمرغابه پورې غوځېدلې وه.بارتولدپه دې خبرې هم ټينګارکوي،چې يادې کلېمې اريايي بڼه لري . .
بيلود؛افغانستان قومونه؛کتا ب کې د؛دويم لېږد؛په نوم دپښتنوبيا کډوالي ترسرليک لاندې چې،دخپل پلرني ټا ټوبي په لوربيا ورغبرګ شول،وايي،چې دوئ دخپل مينځي ستونزوله امله له ګندهارانه دلومړئ زيږدي پېړۍ په شا وخواکې غورته لاړل،په فېروزکوه کې دافغانانو داستوګنې په تړاو،ملسن،ابن بطوطه اوتامسن هم ددې خبرې پخلی کړی،چې په لرغونې زمانه کې افغانان دلته اوسېدل اوهغه؛دمارتن؛ خبره چې دسليمان دغرونواوږدوالی چې پښتانه په کې ودان ول شپږسوه(600)کيلومتره اوږدوالی لري …همدارنګه فېروزکوه هم ددغې سېمې يوستراوپراخ غرګڼلی شو…تاريخپوه احمدعلي کهزادپخپل اثرافغانستان درپرتوتاريخ کې ددې سېمې داوسېدونکوپه اړه کاږلي دي: ؛غوري شنسبيانو،چې دحکومت پلازيې غورووله تخار،بدخشان،باميان،نيولې ان ترکشميرپورې واک درلود .؛(افغانستان درپرتوتاريخ167مخ).په دغه مهال ترډېره بريده دغوراوسېدونکي سوري اولودي(شنسبيان،ماهويان)پښتانه وو.له غوري پښتنوسربېره له کابله نيولې،غزني،زابل،کندهاراوان ترهلمنداوسېستان پورې دنوروپښتنوپه څنګ کې لويکانوپښتنوهم په يادوسيمولکه دغوري سلطنتي کورنۍ په څېردسيمه ييزواک څښتن ول ..
دافغانستان په لرغوني تاريخ کې ددرې سلطنتي کورنېيولکه پېشدادي،کياني اوداسپه سلطنتي کورنېيودواک په تړاوډېرې څرګندونې شويدي،چې نه غواړم په دې اړه اوږدې خبرې وکړم،يوازې دومره غواړم،چې دبيلوهغه خبره راغبرګه کړم چې ويلي دي،هغه مهال چې سکندردافغانستان دنوروسيموپه څېرکونړته مخه کړه اودده پروړاندې،چې کوم وسله وال غبرګون په کونړاوباجوړکې ترسره شو،يوټبرهم اسپه زي وو.دی انګېري،چې داهمغه وګړي ول چې په باختر(بلخ)کې سلطنت درلود اواوس ديوسف زېيوپه نامه يا ديږي.
يوه بله خبره،چې ډېره موهمه ده هغه داچې،بيلو،سايکس،راورټي اوګريرسن انګېرلي دي،چې داريوش وغوښتل اسيايي سيمې ځانته معلومې کړي،نوبيايې دوه تنوته دنده وسپارله،چې معلومه کړي اندوس چېرته په سمندرګډېږي ؟ دغودوه تنوخپل سفرله؛پاکتيوک؛(دهېرودوت پختيوس،يا پختين،پشتين)څخه پيل کړ.
داچې يوشمېرانګېرنې دخراسان په نوم ترغوږوکېږي،چې ګنې کوم وخت کې دغه نوم افغانستان ته کا رول کېده،يوه لويه تاريخي تېروتنه ده.
دافغا نستان په سياسي جغرافېيه کې،کله هم موږدتاريخ په اوږدوکې دخراسان په نوم کوم هېوادنه درلوداودغه نوم دلومړي ځل لپاره،هغه مهال چې پارتيانوپه درېيمه جګړه کې له ساساني اردشېرنه ماته وخوړه،نوپارتيانودباخترلورته مخه کړه نودلته دی چې دغه کليمه دشرق په مانا وکارول شوه داځکه چې عرب نه ووراغلي او هغه وخت کې دشرق لغت اوواژه هم نه وه.دويم ځل چې دعربوله لښکرويزدګردماته وخوړه اوبيا يې افغانستان ته پنا راوړه دخراسان کليمه بيا دودشوه…
په لنډمهاله توګه بيادغه کليمه دافغانستان يوشمېرښارونوته،چې سيمه ييزه بڼه يې درلوده کارول شوی دی اودانه يوازې دافغانستان يوشمېرسيموته بلکې دايران اومينځنۍ اسيا يوشمېرښارونه هم دخراسان په نامه يا دېدل…ولې له دېنه دمخه اووروسته ،
دسېمې هېوادونه اوپه دغه لړکې افغانستان دواکمن ټبرپه نومونويادېده اوايران هم،لکه هخامنشيان،ساسانيان،صفويان،قاجاريان اونور.
دايران نوم دشلمې پېړۍ په درېيمې لسيزه کې،په ايران کېښودل شو.
افغانستان هم دتا ريخ په اوږدوکې دپېشدادي،کياني،اسپه زي،پارتي،ساکستاني،کوشاني،يفتلي،صفاري،ساماني،غزنوي،غوري...اواحمدشاه ابدالي ددولتونوپه نوم يادېده .
داسلام دسپېڅلي دين له خپرېدودمخه اووروسته سربېره له دې چې دپښتون اويا دافغان قوم شتون دپښتوادبياتوپه پلکلوريک اويا ولسي ادب کې څرګند دی،دارنګه په دويمې هجري پېړۍ کې دليکلي ادب په پاڼوکې هم دپښتوادب شعرترسترګوکېږي .
له دې چې راتېرشو،په حدودالعالم کې راغلي دي،چې افغانانودسول په غره کې ژوند کاوه …
عبدالجبارعتبي په يمني تاريخ کې کښلي دي،کله چې ژمی تېرشو،سلطان محمود دغزني په غرونوکې دپښتنودځپلوپه موخه روان شو ،ځکه چې هغوئ دغزني په دروکې مېشت اواباد وو.
ابن اثيرليکلي دي کله چې له غزني نه هند ته روان شوم په لاره کې ټول افغانان مېشت ول …
محمد قاسم په فرشته کې ليکلي دي،کله چې بهرمشاه خپل دښمن ارسلان ته ماته ورکړه ،افغانانوته يې پنايوړه .
ابن بطوطه پخپلې سفرنامه کې کاږلي دي،کله چې هندته روان وم په پکتياکې له ګڼو افغانانوسره مخ شوم .
عبدالحی بن ضحاک ګردېزي دخپل کتاب په پاڼوکې کښلي دي دپکتيا په غرونوکې ټول افغانان اباد وو.
ابوفضل بېهقي په واروار دغه خبره کړېده چې افغانان په غزني کې استوګن ول .
سيف بن يعقوب په هرات نامه کې 35وارې افغانستان او2وارې اوغانستان يا دکړی دی .
احمدعلي کهزادپه افغانستان درشهنامه کې ليکلي دي په سنسګرت کې داوګان اوياداوګانه کليمه اسواغانه راغلې ده .
په ترکيه کې دسلطان احمدخان په موزيم کې ما په يوې قطب نامه کې دافغانستان نوم،چې د1737م کال پورې اړه درلوده ولوست اوڅلورخواته يې دغه هېوادونه يادشوي ول:شمال ته بخاره ،جنوب ته هند،شرق ته چين اوغرب ته عجمستان په ګوته شوي وو.
په 1782کال دبنګال دختيځې کمپنې يومامورچې جورج پوسترنومېده په خپلې سفرنامه کې دافغانستان ددولت يادونه کړې ده .
کپتان رابنسن په خپل کتاب؛نوماډ،ټراېبس؛کې ليکلي دي،چې ددې سيمې سوداګري همدغوپښتنوقومونوکوله،چې ان تربدخشان پورې به يې سوداګريزه توکي له هند نه افغانستان اوله افغانستانه هندته لېږدول…خوکله چې بېړۍ،اورګاډی اوموټرونه مينځته راغلل ورورويې دڅاروېيوپه تېره داوښ ارزښت تت کړاوپه پاې کې دڅاروېيو سوداګريزه بڼه په ټپه ودرېده .
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم.
د اوس لپاره همدومره

2 COMMENTS

  1. سلام استاد
    کلہ چی زہ المان کی وم د یوھان گویتہ پوھنتون چی د فرانکفورت شار کی موقعیت لری ددی پوھنتون کتابتون د ختیخ پیڑندنی پہ نوم یوہ خانگری خا نگہ لری دلتہ نہ یوازی د پشتونو تاریخی ریشے پہ ھکلہ بلکی د دیر مھمو تاریخو نو پہ آرہ معلومات شتہ دیر امکان شتہ چی دغہ دول مواد پہ نورو پوھنتون و کی کم وی الما نان حتی د خپلی ڑبی پہ نوم کتابتون لری
    چی د نری لتولوڑبو جمادی
    داد یوہ ھیواد د حکومت دندہ دہ چی خپل تاریخی لرغونتوب لپارہ علمی او ساینتیفیک سر چینی ولری ھغہ پیاوری کری او د ھغو لپارہ تیاری او خانگری بودجہ او مالی برخہ ولری موز پنخہ زرہ کلن تاریخ ادعا لرو خو پہ یو تریلیون دالرو کی ھیخ علمی مرکز نہ لرو چی اونہ د تاریخ لپارہ یو شمیر کتابونہ لرو
    لہ ھغو د تاریخ پہ ھکلہ خپل ھویت چی پہ پیریو دلتہ پہ دول دول امپراتوریو کی یی لہ ھر دول کرکیچونو سر ہ اخ او دب کری وپیڑنو ۔ دلتہ ما دخپل تاریخ پہ آرہ دیر منظم،بشپر،او علمی غورہ مطالب ولوستل او ولیدل
    استاد لکہ خنگہ چی تاسی پوھیزی پوھہ احساساتی،گواش،ھسی ھوسی ھیاھو ،القاب او ستر نومونو حذف کوی او پرو آئی نہ ساتی او نہ د پوھی سرہ نڑدی تراو لری تاسی وگوری چی پہ دی وخت کی د ستارہ افغان ، تاکنو، فس بوکی تلویڑن اومیدیا کی دکوم تقلید کارون روان دی موز لاھم خانونہ نہ پیڑنو
    پہ پای کی ستا دبلی علمی خیر نے پہ انتظار دغہ یو خو تکی می لہ دی سرہ شریک کرل لہ املا یی او سوچہ پشتو الفبا نہ دلودلو پر بنا معذرت غوارم

  2. پشتنو۔۔۔۔۔
    دیرو۔۔۔۔۔۔۔
    دغہ دول مواد۔۔۔
    جلا دہ۔۔۔۔۔۔۔۔۔
    د پنخہ زرہ کلن
    پوھہ۔۔۔۔
    تلویڑنونہ۔۔۔
    دویدی ڑبی ادبی آثار شتہ د بخدی سندری ، زرہ او ورکہ د ویسا او سنسکریت نور مشھور آدی او دینی کتابونہ ددی وخت او زمانی تول تاریخی ادبی او فرھنگی اصول رنگ او تاریخ لری
    دغم د برخو پہ ویش راغلم
    سمت سمت غمونہ زما پہ برخہ شونہ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب