یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد بریالیتوب لپاره د برایان ټرېسي توصيې او د هغه د خولې...

د بریالیتوب لپاره د برایان ټرېسي توصيې او د هغه د خولې الهام بښونکې خبرې

ژباړه: عبید الله سهاک
( اووم او اتمه برخه)
 هېڅ کله مه تسلمېږئ
برایان ټرېسي وايي: (( کله چې په کراتو کراتو یو څه شی نوي آزمويۍ کېدای شي بریالي نه شئ؛ خو زما ژوند هغه وخت تغیر وموند چې کله په دې پوه شوم چې د یوه شي له څو لومړنیو ترسره کولو وروسته نه بریالی کېږم، په پایله کې مې تصمیم ونیو چې یوه طرحه مخکې له دې چې عملي یې کړم؛ له ( ۵ تر ۱۰ ) ځلې یې و آزمویم. عمل کول تل د ناکامۍ سبب نه ګرځئ، یوازې هېڅ کار نه کول د ناکامۍ سبب ګرځئ )).
د بریالیتوب له رازونو څخه یو راز استقامت او اراده ده. کله چې ستاسو اراده تزلزل نه منونکې وي؛ بریالیتوب به مو حق وي. ډېری وګړي چې کله یوه تجارت ته مخه کړي له  ۳ تر ۴ میاشتو وروسته تسلمېږي. که چېرې په کافي اندازه استقامت ولرۍ؛ کولی شۍ خپل اوج ته ورسېږئ. دا د برایان ټرېسي د خولې یوه مهمه خبره ده.
ــ د نورو لپاره یوه بېلګه شئ
برایان ټرېسي وايي: (( زموږ طبعي تمایل هغه وخت چې کله یو فوق العاده څه شی واورو یا یې زده کړو داسې وي چې غواړو په نورو یې هم ومنو. تاسو باید نورو ته یوه بېلګه و اوسئ او له همدې لارې ورته زده کړه ورکړئ؛ ځکه چې هغوی له بلې لارې زده کړه نه وینئ )).
کله چې د درېدو احساس مو وکړ خپل ځان ته ووايئ: (دا زما لپاره یو فرصت ده تر څو خپل ځان په یوه نوي شخص بدل کړم ). څو میاشتې دا مسؤلیت ومنئ چې خپل ځان ته به تغیر ورکوئ؛ بیا به ووینئ چې زیات شمېر خلک له تاسو څخه دا پوښتنه وکړئ: ( ستاسو د بریالیتوب راز څه شی ده؟ څنګه مو وکړی شوی په دومره کم وخت کې چټک پرمختګ وکړئ؟). په دې ترتیب به تاسو په ځای د دې چې هغوي وهڅوئ؛ نوي څه به ورته وښايئ.
ټرېسې وايي: تاسو یوازې هغه وخت کولی شئ نورو ته څه ور زده کړۍ چې هغه ورته په مثال کې وښايئ.
دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب