سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاسلامپېشلمي ته د را ویښولو دودونه | رحمت شاه فراز

پېشلمي ته د را ویښولو دودونه | رحمت شاه فراز

روژه د الهي برکتونو، رحمتونو او عبادتونو میاشت ده. دا میاشت د مسلمانانو لپاره د الله تعالی یوه ستره پېرزوینه ده. په دې نېکمرغه میاشت کې د دوزخ دروازې تړل کېږي، د جنت دروازې پرانیستل کېږي، سرکښه شیطانان په زولنو او زنځیرونو تړل کېږي او د روژه تیانو دعاوې د الله جل جلا له په دربار کې د قبولیت ویاړ ته رسېږي. په دې میاشت کې هر مسلمان تر خپله وسه زیاته هڅه کوي چې نېکو کارونو ته لاس وغځوي او د دې بختورې میاشتې په نېکمرغیو او ښېګڼو خپله لمنه ډکه کړي، خپلې ګناوې ورباندې ورژوي، خپله زولۍ له اجرونو او ثوابونو درنه کړي او د الهي مغفرت په شرف خپله اروا ونازوي. 

د روژې په راتګ د مسلمانانو د ژوند په معمول، خوراک او څښاک، کار او بار، چلند او معاملاتو کې ګڼ بدلونونه راځي. له هغو څخه یو بدلون له سپېده چاود څخه وړاندې د پېشلمي لپاره را پاڅېدل دي. په روژه کې ښايي ترټولو سخت عمل همدا پېشلمي ته را پاڅېدل وي. دا چې انسان یوولس میاشتې خپل ځان له بېګا تر سهاره پورې له خوب سره عادت کړی وي، نو د روژې په میاشت کې پېشلمي ته را ویښېدل هرومرو ستونزمن وي. 

له همدې کبله، له پخوا وختونو څخه بېلا بېلو اقوامو پېشلمي ته د خلکو د راویښولو په تړاو ګڼ دودونه پنځولي دي. ځینو ملتونو دا دودونه تر اوسه هم ژوندي ساتلي او ځینو بیا د عصري پرمختګونو له مخې نوې تګلارې ور خپلې کړې. په دې مقاله کې د پېشلمي همداسې ځینو دودونو ته کتنه کوو: 

۱- رمضان توپ:

یو له ډېرو پخوانیو دودونو څخه د ((رمضان توپ)) دود دی چې ((Madafa Ramadan)) هم باله شي. د یاد دود په اړه د تاریخ پاڼې مو بېلا بېلو نندارو ته کېنوي، دلته به يې پر ځینو لنډې خبرې وکړو: په دې اړه یو روایت دا دی چې په ۸۶۵ هـ کې فاطمي خلیفه ((خوش قدم)) د یوه توپ د ازمایښتي کتنې په موخه ډز وکړ. له برابره مرغه دا مهال د روژه ماتي وخت وو، نو خلکو داسې وانګېرل چې ګنې دا ډز د روژه ماتي لپاره شوی او خپله روژه يې افطار کړه. مګر په سبا ورځ د تر ډېر انتظار وروسته هم د توپ غږ وانه ورېدل شوو، نو د ښار خلک را ټول شوو او د خلیفه ښځې ((حجه فاطمه)) ته یې دا پیغام ور ووړ. حجه فاطمې دا خبره د خلیفه تر غوږونو ورسوله، پاچا هم په ډېرې خوشالۍ د خپل ولس وړاندیز ته غاړه کېښوده. له دې وروسته دا توپ د ((حجه فاطمه)) په نوم یاد شو. او په کوم توپ به چې د روژه ماتي پر مهال ډز کېده،هغه ((افطار توپ)) ونومول شو. د وخت په تېرېدو د توپ کارولو دا دود تر پېشلمي هم وغزېد. دوهم روایت په دې اړه دا دی چې د توپ کارونې دا لړۍ په ۸۵۹ هجري کې هغه مهال پیل شوه چې په مصر کې د عثماني سلطنت بیرغونه ورپېدل. د یوه بل سند له مخې دا کار د لومړي ځل لپاره د مصر خلیفه ((کاظم)) وکړ.

دا توپ دا مهال په ګڼو نورو عربي هېوادونو کې هم دود دی. په ملګرو عربي اماراتو کې شیخ راشد بن سعید المکتوم (۱۹۱۲ – ۱۹۵۸ ز) په دوبۍ او سلطان بن سقر (۱۸۰۳ – ۱۸۶۶ ز)  په ۱۹۶۰ ز کال په شارجه کې دا توپ خپل ولس ته ور وپېژاند او دا مسؤلیت د دوبۍ عسکرو ته وسپارل شو. ویل کېږي چې د دوبۍ په ښار کې به دا ځل شپږ ((رمضان توپونه)) د ښار په بېلا بېلو ځایونو کې ځای په ځای کېږي او په دې ډول به د ښار خلک ویښول کېږي. په ۱۹۴۵ ز کال کې د دې کار لپاره له برتانوي توپونو څخه ګټه اخیستل کېدله چې ۲۵ ملي لیټره باروت پکې کارېدل. د سعودي عرب په مکة المکرمه ښار کې هم له دې توپ څخه کار اخیستل کېږي. د دې توپ د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر په لاره اچول کېږي او په ټوله روژه کې ۱۵۰ ډزه ورباندې کېږي.

۲- ډول وهل: 

د پېشلمي له مهال څخه یو، یا یونیم ساعت وړاندې د ښار په کوڅو او سرکونو د ډول وهلو رواج له نن څخه شاوخوا ۴۰۰ کاله پخوانی دی. ځینې تاریخپوهان په دې اند دي چې دا دود د عثماني سلطنت له پېر څخه پیل شوی. د اسیا په ګڼو هېوادونو کې دا دود تر اوسه پورې هم په ډېر مینه او شوق پالل کېږي. په ترکیې، افغانستان، هند، پاکستان، او ډېری نورو هېوادونو کې لا هم د ډول په ډنګ خپلې سترګې پرانیزي. دې ډول وهونکو ته په انګلیسي ژبه کې ((Ramadan Drummers)) ویل کېږي. د نورو هېوادونو په پرتله دا دود په ترکيه کې ډېر زیات، تر دې چې رسمي بڼه یې خپله کړې، ځکه یو لامل یې دا دی چې یاد دود پخپله د ترکیې له بطن څخه زېږېدلی. له همدې امله موږ هم د ترکیې په اړه لږ زیاتې خبرې کوو. په دې هېواد کې د ډول وهلو لپاره ځانګړي کسان ګمارل کېږي چې له حکومت څخه منظم معاش ترلاسه کوي. دا ډله وګړي چې ځانګړی عثماني لباس یې په تن کړی وي او شمېر یې له ۲۰۰۰ زرو څخه هم زیاتېږي، د پېشلمي پر مهال کوڅو او سرکونو ته راوځي او په ماهرانه ګوتو او هنرمندانه استعداد ډولونه وهي او خلک د پېشلمي لپاره را ویښوي. د حیرانتیا ځای دا دی چې په دې ډول وهونکو کې یوه ښځه هم په خورا لېوالتیا او شوق ګډون کوي او له نورو سره اوږه په اوږه ډول وهي. د هانم پولات په نوم دا ښځه د اسپراټا ښار په سوېلي برخه کې ګرځي او د خپل ډول په شړنګوونکي غږ د خلکو او خوب ترمنځ بېلتون پیدا کوي. د ډول وهونکي دې ډلې دنده یوازې همدلته نه بشپړېږي، بلکې له روژې وروسته د استنبول په ښار کې د اختر په ورځو کې د دوی ترمنځ د ډول وهلو ځانګړې سیالۍ په لاره اچول کېږي. په دې سیالۍ کې د استنبول ښار مشر ګډون هم کوي او د سیالۍ ګټونکي ته ۱۰۰ زره لیرې د انعام په توګه ورکول کېږي. 

د ((رمضان توپ)) په څېر دا دود هم په ګڼو نورو هېوادونو کې له ډېر پخوا را روان دی. په هند کې دا دود ۲۵۰ کاله پخوانی دی او له دې څخه دا په ډاګه کېږي چې دا دود هند ته د مغلو له ورتګ وروسته پیل شوی. د فلسطین په غزه ښار کې هم ډولونه وهل کېږي او وایل ابو شاوس یو له هغو ډول وهونکو څخه دی چې په کوڅو کې ګرځي او خپل ډول دربوي. په ۲۰۰۹ ز کال د امریکا په نیویارک ښار کې به ۵۴ کلن سپین ږیری محمد بوټا په کوڅو کې ګرځېده او په دې ډول به یې خلک پېشلمي ته راویښول. د نوموړي له دې کړنې څخه بې دینه سپین پوستي ډېر کړېدل ځکه له دې کبله د هغوی خوب مختل کېده. 

۳- څراغونه ګرځول:

د یوه تاریخي روایت له مخې په ۹۶۹ هـ کال کې د مصر خلیفه معزالدین هېواد ته د راننوتو په حال کې وو، نو د ښار وګړي د خلیفه د هر کلي لپاره په شپه کې له څراغونو سره دباندې راووتل او ماشومانو پخپل خواږه غږ حمدیه او نعتیه کلامونه زمزمه کول. د تاریخ له کیسو او پېښو ډکه نیا یوه بله کیسه هم راته کوي چې په مصر کې به ماشومانو د اختر د سپوږمۍ په لیدو څراغونه روښانول او نعتونه به یې ویل. او یوه بله واقعه دا ده چې د مصر خلیفه الحاکم بامرالله د ښار ښځو ته امر کړی وو چې کله د شپې له خوا له کورونو څخه راوځي نو څراغ دې ورسره ګرځوي او یو ماشوم دې هم ورسره وي. د پېشلمي پر مهال د څراغونو روښانولو د دود په اړه همدا پورتنۍ پېښې د تاریخي سند په ډول وړاندې کېږي، خو د دې کرښو کښونکی د دې دود د سند په توګه د پورتنیو روایتونو پر نا/سموالي چوپتیا ته ترجیح ورکوي. مګر د پېشلمي پر مهال د څراغونو ګرځولو له دود څخه انکار نه شي کېدای. 

د څراغونو ګرځولو دا دود په د مکرمې مکې په ګډون په ګڼو هېوادونو کې دود دی. 

۴- شاعري او نعتونه ویل: په عربي ژبه کې د پېشلمي پر مهال د اشعارو، نعتونو او یا ځانګړو نعرو له لارې د خلکو را ویښوونکي ته ((مساهراتي)) ویل کېږي. د اسلامي روایاتو له مخې د مسلمانانو تر ټولو لومړنی ((مساهراتي)) حضرت بلال حبشي رض وو. نوموړي ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم امر کړی وو چې د شپې له خوا پخپل ملکوتي او ساحرانه غږ د مدینې خلک را ویښ کړي. 

په مصر کې د ((عتبه بن اسحاق)) په نوم یو لوی شاعر به د قاهرې په سرکونو ګرځېده او په خپلو اشعارو به یې خلک را ویښول، نوموړي به ویل: ((هغوی چې په تاسو کې ویده دي، پاڅېږئ او د الله عبادت وکړئ.)) په سوډان کې له مساهراتي سره یو کمکی هلک هم ګرځي او د هغو وګړو لیسټ ورسره وي چې غواړي پېشلمي ته یې راویښ کړي. په مکه کې مساهراتي ته زمزمي هم ویل کېږي. لکه پورته چې یاد شوو، د مکې مساهراتیان له ځان سره څراغونه هم ګرځوي، په دې فکر چې که چېرته په غږ را ویښ نه شي، نو په رڼا به را ویښ شي. 

د عربي هېوادونو سربېره، دا دود په افغانستان، هند او پاکستان کې له نورو ټولو دودونو څخه زیات دی. یو وخت چې په جوماتونو کې لاسپیکرونه نه وو، هغه مهال به نعت او حمدیه کلام ویونکي په کوڅو او سرکونو ګرځېدل، خو په اوسنیو وختونو کې دا کار د جومات له دننه په ډېر شوق او ذوق ترسره کېږي. ډېری وختونه داسې وي چې د نعت ویونکي غږ او ترنم دومره بې خونده او بې کیفه وي چې انسان یې د اورېدو وس او زغم هم نه لري. بله خوا، ځینې داسې اشخاص هم وي چې د موسیقیت، آهنګ و ترنم، زېر و بم او د کلام د انتخاب ذوق یې دومره ظریفانه او جادوګر وي چې د انسان په زړه او روح چنګ لګوي او د باطني سیتار په تارونو کې د کیف او سرور زمزمې وشړنګوي. 

دا ډله وګړي یوازې نعتونه، شاعري یا حمدیه کلام نه زمرمه کوي، بلکې وخت په وخت ((پاڅېږئ روژه تیانو! وخت په ختمېدو دی!)) په څېر غږونه او نعرې هم کوي. د ترکیې په استنبول ښار کې به همداسې یوه مساهراتي دا ویناوې کولې: 

تاسې ولې ویده یئ؟
له دې خوب نه به څه لاسته راوړئ؟
لمونځ وکړئ او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړئ.
ډېر ژر به اسمانونو ته وغوښتل شئ. 

۵- د هوايي الوتنو تمرین: تر ټولو زیات هیښوونکی دود په انډونیزیا هېواد کې ترسره کېږي. په دې دود کې له پېشلمي څخه دوه ساعته وړاندې د هېواد هوايي ځواکونه د تمرین په موخه الوتکې هوا ته پورته کړي او له ټول هېواد څخه را څرخرخېږي؛ او له دې لارې خلک د پېشلمي را ویښوي. سږ کال هم د انډونیزیا د هوايي ځواکونو چارواکو نړیوالې خبرې رسنۍ ته ویلي چې دوی به د هوايي ځواکونو تمرین له پېشلمي څخه دوه ساعته وړاندې ترسره کوي. چارواکي د دې کار دوه لاملونه په ګوته کوي: یو دا چې په دې ډول به د هېواد وګړي پېشلمي ته پخپل وخت راپاڅېږي او دوهمه ګټه به یې دا وي چې د دوی پخوانی دود به هم پخپل ځای پاتې وي.  

د روژه ماتي په اړه دا دودونه که څه هم د ټکنالوژۍ، ډیجیټل ساعتونو او الارمونو له امله یو څه پیکه او بې رنګه شوي. خو تر اوسه پورې هم خلک په ډېره مینه او لېوالتیا له دې دودونو څخه هرکلی کوي. د روژې په پای کې د دې دودونو ترسره کوونکو هغه که مساهراتي، ډول وهونکي او یا نعت ویونکي وي، له دوی ټولو سره د پیسو، جامو او نورو اړینو توکو مرستې کېږي، او دوی ته په درنه سترګه کتل کېږي. 

ماخذونه: 

۱- اېکسپریس نیوز ویپاڼه
۲- ډان نیوز ویپاڼه
۳- اردو نیوز ویپاڼه
۴- فکر و خبر ویپاڼه
۵- اې آر وای نیوز ویپاڼه
۶- بي بي سي اردو ویپاڼه
۷- اردو ډایجسټ ویپاڼه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب