شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهسعودي ۶۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته را استوي

سعودي ۶۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته را استوي

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.

په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي په دې اړه د سعودي له الاخباریه تلویزوني شبکې ته ویلي، ټاکل شوې چې ۵۹۷ هغه افغانان چې دا مهال د سعودي په زندانونو کې پراته دي خپل هېواد ته انتقال شي.

نوموړی وايي، ټاکل شوې وه دا بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی وای، خو د کورونا ناروغۍ د نړیوالې پراختیا له کبله پکې تر اوسه ځنډ راغی.

د جاوید مجددي په خبره دا افغان بندیان به د عربستان د حکومت په لګښت افغانستان ته انتقال شي.

نوموړي نه دي ویلي، چې دا بندیان به افغانستان کې ازاد ژوند ته پریښودل شي که حکومت به یې خپلو زندانونو کې وساتي.

په سعودي کې د جنوبي اسیا هیوادونو ګڼ اوسېدونکي د غیر قانوني مهاجرت، قاچاق او نورو وړو جرمونو په تور نیول کېږي.

په دغه هېواد کې افغانانو تر ډېره د کار اجازه نه لرله خو اوس په پاکستاني تذکیرو تللي افغانان اجازه لري چې پاسپورټونه افغاني کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب