شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهوسله والو د سولې ولسي حرکت غړی مولوی بهاوالدین وژلی دی

وسله والو د سولې ولسي حرکت غړی مولوی بهاوالدین وژلی دی

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: ناپېژانده وسله والو د سولې ولسي حرکت د غزني د هستې د علماو د کمېټې مشر مولوي بهاو الدین وژلی دی.

د دغه خوځښت د ویاند بسم الله وطندوست تاند ته یاده پېښه تایید کړه خو وايي، په افغانستان کي د جګړې لوري معلوم دي او د دغه غړي وژنه یې په ښکیلو لوریو افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې پورې اړه لري.

 وطندوست وايي، د سولې ولسي حرکت له ټولو جنګي لوریو څخه په شدت غوښتنه کوي چې د مولوي بهاوالدین قاتلین دې ورته په ګوته کړي: (( دوی یې له پړې نشي وتلای یا همدې دریو لوریو کې یو لوري وژلی یا ددوی له وجې رامنځته شویو ترهګرو ډلو دا کار کړی دی.))

 دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت غړي تر دې وړاندې په لوګر، هلمند او فراه کې د طالبانو لخوا څو څو ځله نیول شوي او تر لنډې مودې وروسته خوشې شوي دي.

دغه حرکت پر افغان جګړه کې ښکیلو لوریو باندې له دوه کلونو راهیسې فشار واردوي چې سولې ته غاړه کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب