یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېچاپیریالتاجکستان او د پاک چاپیریال بریالۍ تجربې | امید اڅک

تاجکستان او د پاک چاپیریال بریالۍ تجربې | امید اڅک

 وروستۍ برخه…

 دا لیکنه له جګړې وروسته د چاپیریال په برخه کې د تاجکستان په مدیریتي فکتور  څرخي.

د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته تاجکستان هم له سختو داخلي جګړو سره مخامخ شو، چې دغه جګړو یې د خلکو د ژوندانه په ټولو اړخونو ډير منفي اغیز وکړ، دا چې جګړه څنګه پای ته ورسیده؟ او هغوی په څه ډول خپل هېواد د ورانوونکې جګړې له منګولو وژغوره؟ دا بیله موضوع او بیل بحث دی، موږ دلته یوازې د چاپیریال ساتنې اړوند موضوعات را اخلو. 

ځنګلونه او زرغونتیا:

د تاجکستان د داخلي جګړو په وخت کې چې هم ښارونه او هم لرې پرتې سیمې یې په اور کې سوځيدلې، ډير خلک له خپلو استونګنځایونو او سیمو څخه ګډوالۍ ته اړ شول او هر چا به امن ځایونو ته ځانونه رسول.

معتدل او نیمه معتدل وچ د پراخو پاڼو ځنګلونه

 په ۱۹۹۲ ز کال کې خلک د دوشنبه ښار پیروزې پارک کې میشت شول، ژمی پرې راغی، بریښنایې نه لرله، دوی مجبور و چې د ژمي په سړو کې د ځان تودولو لپاره یو څه پیدا کړي، هماغه و  چې د پارک د ونو او پخوانیو چینارونو په وهلو یې پیل وکړ.

 د ونو او ډيرو پخوانیو چنارونو بې رویې او بیدریغه وهلو یې  په لږ وخت کې د پارک ظاهري بڼې ته بدلون ورکړ، هر څه تالا شول، د ښار دغه ښکلې سیمه په بیدیا بدله شوه او دا لړۍ لا روانه وه.  

له جګړې وروسته سمدلاسه حکومت او خلکو ورته خپل پام را واړوه، بلاخره یې ددغه تشې د ډکولو لپاره تصمیم ونیوه، چې د زرغونتیا پنځه کلن پلان جوړ کړي، چې له مخې به یې د جګړې د وخت ټول زیانونه جبران او پرې شوي ځنګلونه بیرته زرغون او یا یې پر ځای نورې ونې کښینول شي، دا چاره یوازې حکومت ته پرېنښودل شوه، ټول ولس سره لاس په لاس د خپلو سیمو په زرغونولو او نیالګیو په کښینولو کې مرسته وکړه، چې په پنځو کلونو کې یې په حد اقله توګه د جګړې د ورانیو هغه ظاهري نښې له منځه یوړې. 

ددې تر څنګ د تاجکستان خلکو یو بل کار هم وکړ، د حکومت تر څنګ ولس او په ځانګړي توګه هغه خلک چې له لاسه یې یو څه کیدل غلې کښینه ناستل، هر څوک چې بهر ته ولاړل، د پاک او زرغون چاپیریال په برخه کې یې له ځان سره یو څه تجربه راوړه او هغه یې په خپل هیواد کې پلي کړه. 

اوس هغه ټولې جنګ ځپلې سیمې تر کره نظارت لاندې د زرغونیدو په حال کې دي، هر څه مثبت خواته روان دي، کال په کال څه چې ورځ په ورځ د تاجکستان په ځنګلونو کې تغیرات راځي.

دا هر څه موږ ته د عبرت او درس په توګه د تعامل او فکر وړ دي، چې موږ هم کټ مټ د تاجکستان په څير له جګړو او ورانیو سره مخامخ یو، څه وکړو، چې حد اقل له دغه جهنمي حالت څخه ځان وباسو؟ 

وحشي حیوانات:

بله موضوع چې د ژوند په چاپیریال کې ورته ډير پام په کار دی، هغه  د وحشي حیواناتو موضوع ده، چې که ورته پام ونشي، نسلونه یې د بې رویې ښکار له وجې د انقراص او نابودۍ له خطر سره مخامخیږي.

له دغې ډلې وحشي حیواناتو څخه یو هغه یې واورین پړانګان دي،              « پلنګ برفي» چې د تاجکستان تر څنګ زموږ د هېواد د بدخشان ولایت په پامیرونو کې هم پیدا کیږي، چې له بده مرغه یې د بې رویې ښکار له وجې د نسل د ورکیدو امکان موجود دی. 

په تاجکستان کې د جګړو په کلونو کې ددغه حېواناتو بې رویې ښکار هم زور اخیستی و، چې بلاخره یې د واورینو پړانګانو نسل له انقراص سره مخامخ کړ، د ډير ښکار له وجې ددغه پړانګانو شمیر دیرشو دانو ته ورسیده.

واورین پړانګان او قربان شاه عالم:

طبعي خبره ده چې له جګړو وورسته حکومتونه ډير کمزوري وي او له جګړو څخه پاتې ټولو ناخوالو ته رسیده ګې نشي کولی.

 دلته ده چې ولسونه یو له بل سره لاس ورکوي، تر څو د خپل حکومت سره یو ځای په بیلابیلو برخو کې د خپل هېواد په ودانولو کې مرسته وکړي.

قربان شاه عالم د تاجکستان بدخشان اوسیدونکی دی، هغه د واورینو پړانګانو د بې رویې ښکار له وجې ددغه وحشي حېواناتو د انقراص او یا په کامله توګه د لمنځه تلو خطر ته متوجه شو.

قربان شاه عالم لاس په کار شو او ددغه حېواناتو د ښکار د مخنیوي لپاره یې په عامه پوهاوي پیل وکړ، بلاخره یې دا موضوع دومره غټه کړه، چې اوس د بدخشان په سیمه کې د همدې واورینو پړانګانو د ساتنې او ارزښت په اړه کال په کال په نړیواله کچه رسمي فسټیوال تر سره کیږي. 

د عالم شاه هڅو، د خلکو د پوهیدنې او د دولت د ملاتړ له کبله اوس د واورینو پړانګانو شمیر پنځه سوه دانو ته لوړ شو ی دی.

د یادونې وړ ده چې واورین پړانګان د نړۍ په کچه د افغانستان او تاجکستان تر منځ یوازې د پامیر غرونو په لوړو واورینو سیمو کې ژوند کوي. 

مارکوپلو غرڅه:

مارکوپلو غرڅه هم زموږ په سیمه کې یو له هغه کمیابه حیواناتو څخه دی، چې د انسانانو له خوا یې بې رویې ښکار نسل له نابودۍ سره مخامخ کړی دی.

دغه حېوان هم په تاجکستان کې د داخلي جګړو په وخت کې له سخت زیان سره مخامخ شو. 

بې رویې ښکار خبره دې ځای ته ورسوله چې ددغه حېوان شمیر ډير لږ شو.

خو له جګړې وروسته د تاجکستان حکومت دې موضوع ته ډير پام وکړ، د امن سیمه یې ورته جوړه کړه، پالل یې پیل کړ او په ښکار باندې یې کلک بندیز ولګاوه، چې له نیکه مرغه اوس د پامیر او تاجکستان بدخشان خواته ددغه حېوان شمیر ۲۶  زره دانو «رائسو» ته رسیدلی دی.

د تاجکستان حکومت یې یوازې په کال کې د 7 دانو د ښکار اجازه ورکړې، هغه هم که څوک وغواړي چې مارکوپلو غرڅه ښکار کړي نو باید ۷ زره امریکایي ډالر د حکومت خزانې ته جمعه کړي او بیا دې یوه دانه ښکار کړي.  دې شرایطو هم ددغه ښکلي حیوان د ښکار په مخنیوي کې ډير مهم رول لوبولی دی.

د تاجکستان په طبعي کنګلونو د ځمکې د تودوخې اغیز:

بله موضوع چې باید یې په اړه معلومات وړاندې شي، هغه د تاجګستان د کنګلونو موضوع ده.

په دې خو پوهیږو چې د صنعت د ودې او کاربن د ډير تولید له کبله د ځمکې تودوخه ورځ تر بلې په ډيریدو ده. 

د اقلیم بدلون په ټوله ځمکه خپل منفي اغیز ښیندي، دا مهمه نه ده چې دود او یا کار بن چیرته تولیدیږي او اغیز یې چرته دی، ځکه چې دا یوه محرکه موضوع ده. 

تاجکستان هم یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د ځمکې د تودوخې له کبله یې شته کنګلونو ته ډير زیان اوختی دی. 

په تاجکستان کې ۱۳ زره کنګلونه موجود و، چې د ځمکې د تودوخې له کبله یې ۱۰۰۰ کنګلونه اوبه شوي دي. 

د زرو کنګلونو اوبه کیدو د تاجکستان حکومت دې ته متوجه کړ چې تر خپلې وسې ددغه موضوع او د نورو کنګلونو د اوبه کیدو مخه ونیسي، پر همدې موضوع د ډير تمرکز لپاره یې د علو اکاډیمۍ کې یوه بیله تحقیقاتي څانګه پرانیسته، او ټول امکانات یې ورته برابر کړل. 

اوس هغه د تحقیقاتو غړي وخت په وخت د الوتکې په وسیله له ټولو کنګلونو څخه لیدنه او ارزونه کوي، تر څو یې د نورو کنګلونو د ویلي کیدو د مخنیوي لپاره لارې چارې وسنجوي. 

تاجکستان زموږ په شمال کې پروت ګاونډی هیواد دی، تاسو په تیرو لیکنو کې ولیدل چې د تاجکستان خلکو او حکومت له جګړې وروسته یوازې د چاپیریال ساتنې په برخه کې په څه ډول مدیریت وکړ او په څه ډول یې د خپل روښانه راتلونکي او توریستانو د جذبولو لپاره دقیقې کړنلارې جوړې کړي دي. 

موږ هم انسانان یو، واضحه خبره ده، چې انسان له انسان څخه زده کړه کوي او په همدې ډول تجارب له یو بل سره شریکیږي. 

نو موږ ته هم لازمه ده چې د نورو د بریالیو تجربو څخه په استفادې د چاپیریال ساتنې او د ژوندانه په هره برخه کې خپل هېواد ودان کړو، خپل ولس هوسا کړو، د سیالانو سره سیالان شو، ژوند ته ارزښت ورکړو، جګړې ته نه ووایو، تر څو له دې لارې خپلو راتلونکو نسلونو ته یو ودان، خپلواک او له امکاناتو څخه ډک افغانستان په میراث پریږدو. 

کنه نو موږ به هم لکه زموږ تیر هغه، خپلو راتلونکو نسلونو ته مختورن او ملامت یو. 

نوټ: دغه لیکنه په ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ شوې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب