سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاقتصادد افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ په ډېر کم لګښت پیسې...

د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ په ډېر کم لګښت پیسې لېږل

خان محمد ستانکزی

په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان معمولا په افغانستان کې خپلو خپلوانو او دوستانو ته د وېسټرن یونین، مني ګرام، او حوالې له لارې پيسې لیږي چې تقریبا هر یو یې ډېر زیات لګښت لري.

ټرانسفروایس (transferwise.com) د نړۍ د ۵۹ هېوادونو تر منځ په ډېر کم یا تقریبا په نه لګښت پیسې لېږي رالېږي خو ټرانسفروایس سره له مکرر تماس څخه داسې معلومیږي چې یاده اداره اطمینان نه لري چې آیا په خپل لست کې د افغانستان په داخلولو سره به څوک د دغه وېب سایټ سهولتونو څخه استفاده وکړي که نه.

راځئ چې د خپلوځانونو او نورو هېوادوالو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په موخه ټرانسفروایس وېب سایټ ته اطمینان ورکړو چې هو افغانان به د دغه وېب سایټ خدمتونه وکاروي. د دې کار لپاره خپل څو دقیقې وخت ولګوئ او په خپل کمپیوټر/موبایل کې www.transferwise.com/wishes ولیکئ.

راخلاصه شوې کړکۍ به په لاندې بڼه ښکاره شي؛

په دې کړکۍ کې چپ لوري ته د (I want to send money from) په برخه کې هغه کرنسي انتخاب کړئ چې تاسو غواړئ ویې لېږئ او په ښي لوري کې د (To) په برخه کې لست څخه (Afghanistan Afghani) انتخاب کړئ.

په افغانستان کې مېشت لوستونکي کولی شي چې د لېږل کیدونکو پیسو اندازه په افغانیو ولیکي او ښي لوري ته مثلا ډالر یا بله کرنسي انتخاب کړي او داسې وښیي چې غواړي له افغانستان څخه بل هېواد ته پیسې ولېږي. یا افغانۍ او پاکستانۍ یا هندۍ روپۍ ولیکي.

په لاندې دوه کورګیو کې خپل پوره نوم او ایمیل ادرس ولیکئ بیا په شنه لیکه کې All done کلېک کړئ.

دا پیغام شریک کړئ او خپل ملګري وهڅوئ چې دا فورمه ډکه کړي څو ټرانسفروایس اداره مطمئنه شي چې افغانستان ته د پیسو لېږلو په صورت کې به یې هڅې تاواني نه وي او مونږ به هم وکولی شو چې افغانستان ته په اسانه او لږ لګښت سره پیسې ولېږو.

یادونه: د دې وېب سایټ د کارولو طریقه داسې ده چې تاسو په کې اکاونټ جوړوئ بیا خپل بانکي اکاونټ ورسره نښلوئ او په افغانستان کې د ترلاسه کوونکي کس بانکي اکاونټ ورته په نښه کوئ، راسا او په ډېر کم لګښت یې ور رسوي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب