سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزپه عربي ژبه کې د غوښتلو لپاره مختلف اصطلاحات

په عربي ژبه کې د غوښتلو لپاره مختلف اصطلاحات

لیکنه: امام أبو منصور (الثعالبي) (ت 430 هــ ق) 

ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

عربي ژبه د نورو نړیوالو ژبو په څېر نه یوازې دا چې د مسلمانانو په آند (فکر) مهمه، مقدسه او خورا خوږه ژبه ده؛ بلکې په اوسني عصر کې له مسلمانانو پرته ــ د نورو  نړیوالو او مُستشرقینو لپاره هم خورا ارزښتمنه ژبه ده؛ او د مختلفو مقاصدو لپاره یې دوی زده کوي؛ او د هغه له اسرارو څخه ځان خبروي.

ومو غوښتل په دې مقاله کې د پورتني عنوان د فَحوی (د عنوان او مفهوم) سره سم، په مناسب لنډیز سره دلته د عربي ژبې لفظي بډاینې (غنامندۍ) ته لنډه اشاره وکړو. په نړیوالو ژبو کې عربي ژبه په حقیقت کې خورا شتمنه ژمنه ده؛ تر دې پورې چې د دې ژبې په اړه ویل کېږي: عربي ژبه دولس نیم (12.5) میلیونه کلمات او الفاظ لري.

څو ورځې وړاندې مې دامام أبو منصور (الثعالبي) کتاب لوسته. دا کتاب  د (فِقه اللغةِ و أسرارِ العربیةِ) تر 

نامه لاندی په پنځمه هجري پیړۍ کې لیکل شوی دی. ما د دې کتاب (1) د (فَصْلٌ في ضُروبِ الطَّلب) تر عنوان لاندې د هغه یو څو کرښې ولوستلی. زما لپاره د  اِمام ثعالبي د دغه کتاب دا لیکنیزه برخه خورا په زړه پورې وه؛ نو ځکه مې وغوښتل چې: د ګرانو لوستونکو لپاره همدا مقاله  په ساده الفاظو پښتو ژبې ته راوژباړم؛ خو مخکې له دې چې خپلې مقصودي خبرې ته راشو؛ لومړی به د لیکوال د ژوند په اړه څو لنډ مطالب هم له تاسو درنو او قدرمنو لوستونکو سره شریک کړو. 

د امام ثعالبي ــ رحمه الله ــ لنډه پېژندنه: امام ثعالبي په نیشاپور سیمه کې زېږېدلی؛ او بېرته په همدې سیمه (نیشاپور) کې یې  وفات موندلی دی. نیشاپور ته ځکه نیشاپور ویل کېږي چې: په دې سیمه باندې یو پاچا تېرېده چې (سابور یا شاپور) نومېده؛ او دغه مهال په دې سیمه کې زیات نۍ (ګني یا نیشکر) کرول شوي ؤ؛ نو ځکه دا سیمه بیا د تاریخ په اوږدو کې، دا چې زیات نۍ به پکې کرل کېده؛ په نیشاپور باندې مشهوره شوله. نیشاپور په تاریخي لحاظ د فارس (اوسني ایران) یوه لرغوني او خورا تاریخي سیمه وه چې په نیمه لاره کې د ایران د مشهد او دې لوري ته د افغانستان د هرات ولایت په شاوخوا کې یې موقعیت درلود. د دې سیمې په اړه ویل کېږي چې: دا سیمه د حضرت عثمان ـ رضي الله عنه ــ او یا هم د ځینو نورو د وینا پر اساس؛  د حضرت عمر ـ رضي الله عنه ــ د خلافت په زمانه کې په 31 هــ ق  کال کې فتحه شوله.

اوس به راشو خپلې اصلي موضوع ته. که چېرې موږ وغواړو په عربي ژبه کې د یو څه مُطالبه او غوښتنه وکړو؛ نو د دې کار لپاره کولی شو چې د مختلفو مُصطلحاتو او کلماتو څخه استفاده وکړو؛ چې دلته په دې مقاله کې به د لسو (10) مختلفو کلمو لنډه یادونه وکړو لکه:

لومړی: التماس: په عربي ژبه کې اِلتماس غوښتلو ته ویل کېږي؛ په دې اړه مشهور ژب پوه او نامتو عالم امام ثعالبي ــ رحمه الله ــ لیکلي دي چې: (طَلبُ الشَّئِ بِاللَّمْسِ). ژباړه: که غواړۍ چې په لاس سره یو شی لمس کړۍ؛ نو ستاسې دې ډول غوښتنې ته التماس ویل کېږي. مثلاً: که چېرې تاسې  د یو چا څخه د پیسو مُطالبه او غوښتنه لرۍ؛ نو داسې به وایی چې: (أنا التَمِسُ المَالَ). زه مال او پیسې غواړم. یا که چېرې تاسې په تېره زمانه کې د یو څه شي غوښتنه درلودله؛ نو تاسې به داسې وایۍ چې: (أنا کنتُ التَمَسُ المالَ) ما  پیسی غوښتلې. 

دوهم: مُحاولة: دا کلمه په اصل کې زیار وېستلو او کوښښ کولو ته ویل کېږي. په دې اړه امام ثعالبي ــ رحمه الله ــ لیکلي دي چې: (طَـلَبُ الشَّئِ بِالحِیَلِ) . په چل او دوکې سره د یو څه غوښتلو ته مُحاوله ویل کېږي. مثلاً: تاسې کولی شۍ چې داسې ووایی: (فُلانٌ یُحَاوِلُ أن یَنْجَحَ فِـي اِخْتِبَارِهِ). (فلانی شخص هڅه کوي؛ تر څو په امتحان کې  کامیاب شي ــ یعنې په چل او فریب سره غواړي چې ځان د بریا تر سرحده ورسوي).  

درېیم: المُراوَدة:  په دې اړه په نوموړي کتاب کې  لیکل شوي دي چې: (طَلَبُ النکاحِ). کله چې یو څوک غواړي د یو چا سره نکاح وکړي؛ نو په دې صورت کې به د مُراودې کلمه ورته کاروي. همداراز په چل او دوکې سره د یو چا څخه نامشروع غوښتنې ته هم د مُراودې کلمه کارول کېږي. دا کلمه په قرآن کریم کې هم استعمال شوېده؛ لکه چې لوی څښتن تعالی داسې ارشاد فرمايي:﴿وَ رَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَ غَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَ قَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ (سورت یوسف 23  آیت). 

ژباړه: او هغې (د عزیز مېرمن) چې (حضرت یوسف ــ علیه السلام ــ ) د هغه په کور کې ؤ (اوسېده(په ډېرې نرمۍ سره هغې  د حضرت یوسف ــ علیه السلام ــڅخه) وغوښتل چې ورسره نژدې شي (ځکه چې خورا زیاته مینه یې ورسره درلودله او د یوسف ــ علیه السلام ــ له زیاتې ښکلا څخه اغېزمنه شوې وه) او (د دې کار لپاره یې ټولې)  دروازې بندې کړلی او (ورته یې) وویل: راشه! (یوسف) ورته وویل: مَعَاذَ الله! (زه لوی څښتن تعالی ته پناه وړم). 

څلورم: المُزَاوَلة: په اصل کې مُزاوله د یو کار تر سره کولو ته ویل کېږي. په دې اړه په نوموړي کتاب کې  لیکل شوي دي چې: (طَلَبُ الشئِ  بالمُعالجةِ). د مُعالجې او درملنې په خاطر د یو څه غوښتلو ته مُزاوله ویل کېږي.

پنځم: الاِرتیاد: په دې اړه لیکل شوي دي چې: (طَلَبُ المَاءِ وَ الکَلأِ وَ الْمَنزِلِ). د اوبو، واښو او د کور غوښتلو ته اِرتیاد ویل کېږي.

شپږم:  التَّحرِّي: په دې اړه لیکل شوي دي چې: (طَلَبُ الأَحرَی مِـنَ الأُمُورِ). په کارونو کې تر ټولو د غوره کار او د زیات مناسب کار لټولو ته په عربي ژبه کې تَحرِّيْ ویل کېږي.

اووم:  البَحْثُ: په نوموړي کتاب کې د بحث د کلمې د معنا په اړه لیکل شوي دي چې: (طَلَبُ الشيءِ تَحْتَ التُّرابِ و غَیْرِهِ). د خاورو یا د بل څه لاندې لټولو ته بحث  ویل کېږي. 

 اتم:  التَّفتِیشُ: په اصل کې تفتیش د یو څه لټولو او څېړلو ته ویل کېږي؛ او د دې کلمې په اړه لیکل شوي ؤ چې: (طَلَبٌ في بَحْثٍ). دا په دې معنا چې: پلټنه لا تر اوسه هم ادامه لري؛ او تفتیش ته یوه بله کلمه( فَحص) هم ویل کېږي.

نهم: تَوخِّيْ: په یاد کتاب کې د تَوخّيْ په اړه لیکل شوي ؤ چې: (طَلَبُ الرِّضا، و الخیرِ و المَسَـرَّةِ). د یو چا د رضایتمندۍ، خیر او خوشحالتیا غوښتلو ته توخِّيْ ویل کېږي.

لسم: تعْییثُ: استاد الثعالبي په دې اړه لیکلي دي چې: (طَلَبُ الشَّيْ ءِ بالیَدِ مِـنْ غیرِ أن یُبْصِرَهُ) په لاس باندې د یو څه شي غوښتل، پرته له دې چې انسان یې په سترګو باندې وویني؛ دې ته د تعْییثُ کلمه کارول کېږي. 

دلته مقصودي خبره داده چې: د یو کار د مختلفو مقاصدو او اړخونو لپاره د مختلفو کلماتو شتون، په حقیقت کې د یوې ژبې په شتمنۍ، خوږوالي  او پراخوالي باندې دلالت کوي؛ او عربي ژبه همدا ځانګړنې لري. 

________________________________________   

(1) : سرچینه: د (فِقهُ اللغةِ و أَسْرارِ العَرَبِیَّةِ)  کتاب / د امام أبو منصور (الثعالبي) لیکنه/س

 ( 213) مخ / د (فَصْلٌ في ضُروبِ الطَّلب) عنوان/ چاپ:  المکتبة العَصریة ــ صیدا بیروت ــ د چاپ کال نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب