جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېدریدې بینر ته دا څو ورځې په چورت کې یم | امید...

دې بینر ته دا څو ورځې په چورت کې یم | امید اڅک 

(که تکلیف نه وي، د دې لیکنې د لوستلو زحمت درکوم)

دلته خو هسې هم دیموکراسي په کفر تعریف شوې، که د همدې خلکو په اصطلاح دیموکراسي کفر وي نو دیموکراټ هم نه یم، خو زه ډاډه یم چې دیموکراسي کفر نه ده او تعریف یې هم کفر نه دی، دیموکراسي له کفر، الحاد او سیکولریزم سره ډير توپیر لري، د دې وضاحت بېله موضوع او ډير لوی بحث دی.

سپیناوي ته هیڅ اړتیا نشته او نه د دې ضرورت دی چې د خپلو شخصیاتو په اړه څوک چاته وضاحت ورکړي، خو قسم په خدای که مې تراوسه زنا کړې وي او یا مې چاته له همدې ادرسه په نامشروع نظر کتلي وي، په دې معنا چې که څوک د ټاپو له ادرسه کوم ډول فکر وکړي، نو ټاپې به یې په اوبو د نقشې ایستلو حیثیت غوره کړي.

هرات ته هم تللی یم او دلته په کابل کې د میدیوتیک په نوم په یو فرهنګي مرکز کې کار کوم، چې ډيری وخت په فرهنګي غونډو کې خویندې هم برخه اخلي، ایران ته هم تللی یم او پاکستان مې هم لیدلی دی.

دلته هم په کابل او په ځانګړې توګه د شهر نو په سیمه کې هره ورځ دغه خویندې وینم چې ګرځي راګرځي، مګر قسم که مې تراوسه داسې یوه خور لیدلي وي، چې لرې اسلامي هیوادونه خو لا څه چې که د دې ایران او پاکستان تر کچې هم بې حجابه او له چوکاټه وتلي وي.

مګر دا خویندو څه کړي، چې له دومره ټولنیزو ناخوالو سره سره دې تر دې کچې ورته په سپکه وکتل شي او په دغسې عامیانه، سپکوونکو او ښکنځونکو بنرونو دې وترټل شي؟

یو چا یوه خبره وکړه او موږ ټولو ورپسې په پټو سترګو منډې کړې؟ مګر زموږ د ټولو د ژوند اختیار د دوی په لاس کې دی؟

مګر تاسو کومه ورځ لیدلي چې د ځمکې پر مخ دې په کوم اسلامي هیواد کې دغسې سپکوونکی او په ډير سطحي فکر دغسې بنرونه او شعارونه ولیکل شي؟

زه دا نه وایم چې نور دې هر څه وکړي موږ به یې هم کوو؟ خو دغه پاکستان چې د حقانیې په نوم د ډيرو د افتخار مدرسه په کې ده، په زرهاو نورې غټې او وړې مدرسي په کې دي، په لکونو ملایان په کې ژوند کوي، د دې تر څنګ هیرامنډیي هم په کې ده، په ښکاره رنډۍ خانې په کې دي او داسې نور ډير، هغوی کومه ورځ دغسې څه ولیکل؟

ایران چې قم په کې دی او د ټولې اسلامي نړۍ په کچه د شیعه ییزم سرلاری ځان

ګڼې، هره ناروا په کې کیږي، کومه ورځ په ښکاره چا دغسې څه ولیکل؟

زموږ نورې ټولې ستونزې حل شوې، چې اوس مو په دې په پسې را اخیستې؟

په هرات کې له زرهاو کلونو دا عام فرهنګ دی، چې خلک لهد خپلو کورنیو سره هره جمعه او یا هر وخت یې چې زړه وغواړي په چکر ځي او له یو کامل حجاب سره چې یوازې یې د میرمنو، لوڼو او خویندو مخونه لوڅ وي چې اسلام او زموږ په فقه کې هم د مخ لوڅول په عورت کې نه راځي، ورسره وي.

نور به نو دا زموږ خویندو څه ګناه کړي وي، چې د هغوی په عمل سره دې نارینه و ته تر دې کچې بې غیرتو خطاب و شي؟

دا شعار داسې دی، چې په یو ځای کې یو انسان چې په عمر کې یې د کتاب مخه نه وي لیدلي، په مطلق ډول نالوستی او له خولې هم پوچ وي او د ښکنځلې په ډول یې له خولې څخه یوه خبره ووځي او ټول یې ورسره بدرګه کړي.

بس دی نور، د خدای خاطر وکړئ، د قران خاطر وکړئ، د هغه پیغمرانو خاطر وکړئ، د ځان د مشهورولو لپاره په دین تجارت کول بس کړئ، خپلې خویندې او نارینه مه سپکوی، په خپله خپل ځانته پیغور مه ورکوی.

هو! ټولنه ده، له شکه پرته چې استثنا په کې شته، یو چا به یو څه کړي وي، خو تر دې کچې هم نه چې دغسې امپړماننده بنرونه دې پسې چاپ شي او ټول ولس مخاطب کړي او یو څو بیسواده دې ورته چک چکې ووهي او نور ټول دې ورته له ډاره څه ونه وايي.

یو ځل خو مو خپل خلک تکفیر کړل، د پاکې خارې څخه مو هغه ځای ته پناه یوړه، چې سیکسي سیمناګانو په کې ښکاره فعالیتونه کول او لایې هم کوي، په مورده ګاو خانو مالیې اخیستل کیدلې، تکرار کوم چې هیرامنډیي یې د سیمې په کچه د موردګاوی سترر مرکز و، قانون یې د انګلیس و، مګر هغه مو د هجرت سپیڅلی ځای وګڼه او خپله پاکه خاوره مو دارالحرب او دارالکفر وګڼله، نتیجه دا شوه، چې هم مو ځان وشروماوه، هم خپل ټول ولس او هم اسلام، هم مو خپل هیواد ټوټې ټوټې کړ او هم دغه دی د ټولې نړۍ د پیغور کړو چې په ټوله کې مو د هغه بې فکریو او د پټو سترګو منډو له مرګونو او غمونو پرته هیڅ نتیجه ورنه کړه.

نور خو لاڅه چې همدې مسلمانو ګاونډیانو درته سخا وویل، حرامنمک یې درته وویل، کثافت یې وویل، پدر سک یې وویل، مادرجنده یې وویل او داسې نور ډیرې نخرې یې درباندې وکړې، خو موږ کور مغزي لا هم پرې خبر نه یو، ددې په ځای چې لومړی توبونه ته مو پام شي، په فروعاتو په سې مو اخیستې.

زه دا نه وایم چې هرې ناروا او بې حجابۍ ته دې اجازه وکړل شي، مګر داسې هم نه چې دا ځینې یې وایي، دایې هم لاره نه ده، که ستونزه موجوده وي، اصلاحات دې راشي، موږ به هم وسره مرسته وکړو، خو په دې ډول نه چې دوی یې وايي او له خولو څخه یې زګونه بادیږي.

په دین د انحصار فکر پریږدئ، دین سم تفسیر کړئ، د تیار خوریو او په وجود کې مو د ډيرې انرژۍ زور په هغه ولس مه باسئ چې د همدوی له خوا تغذیه شوي یاست او مست شوي یاست، دا کارونه به مو لاپسې سپک کړي، اوس مو دښواو بدو تر منځ د توپیر فکري قوه پیدا کړې ده، اوس هغه خلک نه یو چې ستاسو هرې خبرې ته په ټپه سترګه لبیک ووایو او هر څه په اوبو لاهو کړو.  

بس دی نور…

نوټ: نظرونو او نوکو ته مو پوره درناوی…

3 COMMENTS

  1. یو جای کې مې لوستي وّ چې له کوره د بې حجابه ښځو راوتل د تعجب خبره نه ده، بلکې تعجب داده چې ایا هغه کور کې به نارینه ( پلار، ورور…) او یا هم بل څوک وي او کنه!
    لمړی خو باید دا واضح کړو چې علما اجرايیه صلاحیت نلري، چې په چا دي په زور یو څه تطبیق کړي دا د حکومت کارده. خو پدي کې هیڅ شک نشته چې امر په معروف او نهی له منکرڅخه د هر مسلمان دنده ده. او پدی کې هر مومن مسول ده تر ډیره یې علما دي چې دوی د پیغمبر ص وارثین او د ددین ستني دي.
    انصاري صاحب د خپل زړه درد شریک کړی او دا دهرمومن افغان د زړه درد ده. مونږ باید دا په ډاګه ومنو چې مونږ له دیموکراسۍ یو قدم مخته تللي یو، زمونږ مشلکل تیر ډیره همدغه ده چې مونږ په هر څه کې ځان له نورو سره مقایسه کوو. څه وخت مخکي د جمیعت ډلي کوم کس په کوم غیر اخلاقي فعل دولت نیولي وه ، نورو یې په دي ننګه کوله چې کدام انتحاري خو نکرده. و وروره انتحاري او دغه غیراخلاقي فعلونه دواړه ناوړه او غیر شرعي عملونه دي دا خو ستا کار ته جواز معني نه درکوي.
    لکه څنګه چې تا ورته اشاره وکړه چې نور هیوادونو کي هیرامنډیې ، لوڅي سینما ګاني… دي مونږ باید خپله ټولنه له هیرامنډی او یا هم تهران سره په بدو کارونو کې مقایسه نکړو ،
    نور خلک به هر بد کوي ، دا خو مونږ ته د جواز په معنی نه ده.
    اخري خبره داده چې ، نه به ډير ډیموکراټ کیږو او نه به ډیر تنګ نظري کیږو اسلام د وسطیت دین ده ، او ښځو ته یې د حجاب امر کړي او هر هغه څه چې اوس یې مونږ افغانستان خوصوصا په کابل یا ولایتو کې وینو اکثریت ته حجاب نشو ویلي .
    درنښت

  2. اڅک صیب سلام خدای دی وکړی چی روغ جوړ او د صحت جامی په تن ولری. په دی بنر کی څه شی دی چی پر تاسی یی ډیر بد اغیز کړی . د حدیث شریف مفهوم دی چی هغه زنانه چی د کوره وځی او عطر ولګوی په هغی د الله تعالی لعنت دی . تنها په عطرو یی دومره لوی وعید دی نو څه فکر کوی چی په څان سینګارولو او په داسی لباس اغوستلو چی د بدن پوری کلک نښتی وی او د بدن هر اندام یی واضح معلومیږی څومره لوی عذاب وی راڅی په ګډه ددی خویندو او میندو د اخرت جوړونی فکر وکړو چی نن یی تنها په دی بنر خفه یو او سبا زمونږ همدغه خویندی او میندی د کفارو سره لوڅی په جهنم کی پرتی وی باید پدی لوی غیرت وکړو . او د قیامت د علامو نه یوه علامه چی زنانه به دومره تنګ لباس اچوی چی لباس په غاړه به لوڅی وی . اګر که زه د نوموړی مولوی صیب ددی عمل سره چی په په خپل سر دی مفسدو ته جزا ورکړی موافق نه یم څکه چی دلته . دولت او حکومت موجود دی او دا د دوی وظیفه ده .او زمونږ وظیفه دا ده چی منکر کم از کم په ژبه منع کړو. پاتی شوه دهجرت او جهاد خبره ، د هجرت او د جهاد دغه یو لوی خیر چی افغانانو ته په برخه شو هغه دا چی د امان الله خان د وخت نه تر ډاکټر صیب نجیب تر وخته پوری په کابل کی عمومآ زمونږ خویندو پرتوګ نه پیژاند او مسجدونو کی دومره لمونځ ګذار نه وو خو دا د مجاهدینو او جهاد برکت دی نن چی ورځ زمونږ خویندی د عزت جامی په تن لری او مسجدونه مو اباد دی . ستاسی د لا ښه ژوند په هیله ږ

  3. ښاغلي کونړي
    هرڅوک پوه شو کار يي پوه شو ته نه د حضرت محمد ص نمايندګي کولاي شي او نه د کوم بلي فغاني ميرمني هر شانته لباس چه اغوندي. د هغي ميرمني خوخه ده که دوزخ تله هم په خپله مسوليت به ځي ستا يي څه تاته چا ويلي چه مخه يي ونيسه
    فاړسي متل ده بز به پاي خود ګوسفند به پاي خود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب