دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدرید ملکي وګړو په مرګ ژوبله د یوناما اندیښنه

د ملکي وګړو په مرګ ژوبله د یوناما اندیښنه

عبدالمنان توحیدیار

کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي تدامیچي یاماماتو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په تیرو لس کلونو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندیښنه ښودل شوي، هغه مرګ ژوبله چې لویه برخه یې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو کې اووښتې ده.

د ملګرو ملتونو د لس کلونو ارقام زړه بوږنوونکي دي چې د ملکي وګړو د تلفاتو په تړاو یې خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ثبت شویو ارقامو له مخې، سل زره ملکي وګړي په تیرو لس کلونو کې وژل شوي او ټپيان دي چې په اوسط ډول هر کال لس زره کسان کیږي.

دا یواځې هغه مرګ ژوبله ده چې ملګرو ملتونو سره ثبت شوې، نور څومره ملکي وګړي چې طالبان یې د جاسوس او مزدور په نوم کلیو او بانډو کې وژنې که هغه ورسره جمع شي، دا شمېره ډيره پورته ځي.

د ملګرو ملتوو په خبرپاڼه کې د تیرو لسو کلونو ملکي تلفاتو ته په اشارې ویل شوي، چې د جګړې ښکېلې لورې دې هغه تاوتریخوالی، چې ملکیان پکې زیانمنیږي راکم کړي.

اعلامیه د ملګرو ملتونو د استازي له قوله لیکي ((زه په ډیرې خواشینۍ سره تاییدوم، چې یوازې په تیرو لسوکلونو کې، چې ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹ کال راهیسي په سیسټماټیک ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي د ملکي وګړو تلفات له ۱۰۰ زرو اوړي.

ملګرو ملتونه له ټولو ښکېلو لورو د سیاسي جوړجاړي او تلپاتي اوربند ته رسېدو لپاره، د هغه تاوتریخوالی کچه راټیټه کړي، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي.))

ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د تلپاتې سولې په موخه د افغانانو په مشرۍ د سولې له هراړخیز بهیره ملاتړ ښودل شوی دی.

ملګري ملتونه باور لري چې جګړه په جګړه پای ته نه رسیږي او باید نور افغانان خپل منځ کې سره کیني او سولې ته د رسیدو لپاره بحثونه وکړي.

خبرپاڼه کې له بین الافغاني خبرو ملاتړ ښودل شوی او ویل شوي، چې دلته روان کړکېچ له نظامي لارې نه شي حل کېدای.

خبرپاڼې د یوناما د مشر تدامیچي یاماماتو له قوله لیکلي (( زه د ملګروملتونو له خوا یو وار بیا له ټولو غواړم، چې د سولې لپاره غږ پورته کړي او د جګړې له ښکېلو خواو غواړم، چې د جګړې پای ته رسیدو لپاره پیاوړي او ریښتیني ګامونه پورته کړي، ځکه چې په دې هېواد کې د شخړې حل نظامي لارې ممکن نه دی. ملګري ملتونه ټینګار کوي، د ښځو او ځوانانو په ګډون، د افغانانانو مشرۍ بین الافغاني خبرې اترې، د سولې د بهیر او د سولې د روانو هڅو لپاره اړیني دي.))

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې له ټولو هغو لوریو، چې د سولې په خبرو کې برخه لري، غوښتنه شوې، چې عادي افغانان او په ځانګړي توګه د جګړې قربانیان په نظر کې ونیسي.

ټوله نړۍ په دې قانع ده چې طالبان ترهګر دي او هغه ترهګریز بریدونه چې دې ډلې کړي، انسانیت پرې شرمیږي، خو دا ډله دې بریدونو ته توجیه لټوي او د سولې پر ځای جګړه باندې ټينګار لري.

دا به ومنو چې ځینو مواردو کې افغان ځواکونه هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي، خو د دې لامل هم طالبان دي چې د خلکو کورونو، جوماتونو او مدرسو کې سنګرونه جوړوي او له هغه ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

که طالبان هر څومره ځان پاک وښيي چې ګنې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله کمه اړولې، اوس رسنۍ شته چې د طالبانو د هر وخشت په تړاو خلک خبروي او تصویر کې یې وباسي چې د طالبانو بریدونو کې څومره ملکیان قربانیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب