شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeروغتیاله کورونا د ډار او روحي فشار مخنيوی څنګه وکړو؟

له کورونا د ډار او روحي فشار مخنيوی څنګه وکړو؟

ډاکټر اجمل درمان

کورونا د وايروسونو يوه کورنۍ ده چې په تي لرونکو او مرغانو کې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي. په دغه کورنۍ کې ډير وايرسونه شتون لري چې تر ټولو خطرناک يې کويډ – ۱۹ ناروغي ده. دغه ناروغي له حیواناتو څخه انسانانو او له انسانانو څخه نورو انسانانو ته انقاليدای شي.

ولې د کورونا له ويرې په رواني ستونزو اخته کېږو؟

ځکه چې هره خوا د کرونا خبر اورو، په تلويزيون کې د کورونا بحث، په راډيو کې دکرونا بحث ، په فيسبوک کې د کرونا بحث ، په موټر يا په مجلس کې د کرونا بحث ، دا هغه څه دي چې له کرونا څخه بلا جوړوي او په مقابل کې يې شخص ډار پيدا کوي چې ګویا زه په کرونا اخته ونه اوسم.

د کورونا په اړه له غلطو سرچینو خبرونه اورېدل يا ليدل، لکه فيسبوک کې خلک د یو چا عکس پورته کوي چې په ځمکه ګډوډ پروت وي او خلک ورته نیږدې نه ورځي. ممکن دا شخص د پوډرو له امله نشه وي، يا عادي ضعف پرې راغلي وي، يا بله ناروغي ولري خو يو کس يې فیسبوک کې اچوي او وايې چې دا شخص په فلاني ځای کې کرونا ووژلو.

همداسې یو بل کس هم عکس اچوي. دا ټول غلط خبرونه د دې باعث کيږي چې شخص د کرونا له ويرې ډار پیدا کړي، په ځان شکمن شي چې ګويا زه پرې اخته ونه اوسم. په همدې اساس ورته تشويش پيدا شي او رواني ستونزه پيدا کړي.
هر څه فنا کېدونکي بلل، یعنې شخص د کرونا له امله دومره ډار اخيستی وي چې فکر کوي دنيا همدومره وه او د کرونا له امله به دنیا فنا شي. ژوند ختم شو دی اوس څه وکړی، نن دی که سبا دی کرونا يې نيسي او د کرونا له امله دا هم مري.

دا هم د رواني فشار سبب کيدلی شي.

اقتصادي زیان څخه ويره. د بېلګې په توګه یو شخص سوداګر دی، فکر کوي کرونا راغله ، بازارونه په ټپه ولاړ دي، دی خپل سوداګريز توکي څنګه کړي، دی خو به تاوان وکړي.

يا یو غريب دی وايې په کور ناست یم، له وظيفې هم رخصت یم، زما معاش به څنګه شي، زما کورنۍ او اولادونه به څنګه شي، د کور کرایه څنګه پيدا کړم.

یا یو محصل دی خپلو درسونو ته تشويش کوي چې سمستر به څنګه شي، که درسونه شروع نه شي نو یو سمستر به وروسته پاتې شم. دا ټولې اندېښنې هم د رواني ستونزې د رامنځته کېدو سبب کيږي.

څنګه د کورونا له امله د رامنځته شوي ډار او روحي فشار مخنيوی وکړو؟

۱ – ذهن مو بوخت وساتئ. که په کور کې ياست نو په یو کار مو ځان مصروف کړئ، لکه په فلم کتلو، ورزش کولو، که ملګرو پسې خفه یاست نو ورته زنګ ووهۍ، ټوکې وکړئ، شوخي وکړئ تر څو ذهن مو مصروف وساتۍ، کچيري ذهن مو خالي پاتې شو نو حتماً په کې منفي فکرونه ځای نيسي او تشويش درته پيدا کيږي.

۲- د کورونا په اړه غلط اطلاعات مه اورئ، مه ګورئ او مه يې لولئ، یواځې د کره سرچينو په خبرونو باور وکړئ. ځکه په فيسبوک کې خلک ممکن د يو پوډري عکس واچوي او ووايې چې کرونا وژلی دی، ممکن د بلې ناروغۍ له امله ضعف شوی وي، خلک يې عکس خپروي او وايې کرونا وژلی دی. دلته خبر، هلته خبر، دلته کرونا، هلته کرونا، له کرونا څخه غوغا جوړه شي، نو په داسې حالت کې طبيعي ده چې اندېښنه مو زیاتيږي. بايد د کرونا په اړه د ناکره سرچینو په خبرو باور ونه شي.

۳- هڅه وکړئ چې له ګل او نباتاتو سره مو تماس زيات کړئ، یعنې کوشش وکړئ شنو ځايونو کې وګرځئ.

کورونا له منځه تلونکې او ټولې چارې بيرته سميدونکي وبولئ.

که په تلويزيون یا راډيو کې د خبرونو اورېدلو حوصله نه لرئ، یعنې هر ځای کرونا خبرونه اوريدل او ليدل نشئ تحمل کولی نو خبرونه مه ګورئ، په ځای يې يوه موسيقي واورئ، يو فلم وګورئ، طنز وګورئ. همداشان فيسبوک کارول کم يا بند کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب