پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهافغان ملي امنیت د جنوبي اسیا لپاره د داعش مشر هم ونیو

افغان ملي امنیت د جنوبي اسیا لپاره د داعش مشر هم ونیو

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲ مه: د افغانستان د ملي‌ امنیت اداره وايي‌ چې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یې د داعش-خراسان ډلې یو مهم مشر نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د جنوبي‌ او لېرې ختیځې آسیا لپاره یې د داعش د خراسان ډلې مشر نیولی دی.

د نیول شوي کس نوم (ضیاءالحق) ښودل شوی چې د داعش ډلې په منځ کې د (شیخ ابو عمر الخراساني) په نوم پېژندل کېده. ملي‌ امنیت وايي د خراساني د ځای په اړه یې د داعش ډلې د نورو نیول شویو غړو څخه معلومات ترلاسه کړي وو.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي دي چې له (ابو عمرالخراساني) سره یې په جنوبي ‌آسیا کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مشر (صهیب) او د استخباراتو مسول (ابو علي) یې هم نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي افغان ځانګړو ځواکونو دغه کسان د کابل په ختیځ کې په ګډو عملیاتو کې نیولي دي.

د افغانستان ملي امنیت وايي‌ چې د داعش ډلې په ضد یې عملیات روان دي.

تر دې مخکې د افغانستان ملي امنیت ځواکونو د اپریل په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې د ننګرهار لپاره یې د داعش ډلې نومول شوی والي‌ (اسلم فاروقي) ژوندی نیولی دی.

د ده اصلي‌ نوم عبدالله اورکزی دی چې له خپلو ۱۹نورو کسانو سره یو ځای د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي وو. وايي (اسلم فاروقي) په پېښور کې د داعش ډلې نظامي مسول و چې بیا ننګرهار ته راغی.

دا په داسې حال کې ده چې د مۍ په شپږمه نیټه د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځواکونو د کابل په ۱۵ناحیې او شکر درې ولسوالۍ کې د داعش او حقاني شبکې په مرکز برید وکړ او ویجاړ یې کړ.

د داعش ډله په ننګرهار کې ډېره فعاله وه خو په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د دغې ډلې ډېر مرکزونه ویجاړ کړل او د داعش ډلې سلګونه بهرني او افغان جګړه ماران یې ووژل او ژوندل ونیول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب