پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونههراتیانو د ایران له لوري سین ته د افغانانو د غورځولو په...

هراتیانو د ایران له لوري سین ته د افغانانو د غورځولو په اعتراض کې لاریون وکړ

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۲)  سلګونو کسانو نن (دوشنبه) په هرات ښار کې د ایراني پوله ساتو له لوري سین ته د افغان پناه غوښتونکو د غورځولو او وژلو په اعتراض کې لاریون وکړ.

له پېښې د روغو وتلو کسانو په وینا ایراني پوله ساتو تر ۵۰ ډېر افغانان، چې غوښتل یې د کار په لټه ایران ته لاړ شي، له نیولو وروسته وهلي او بیا یې هریرود سین ته غورځولي دي.

د هغوی اکثره سین ډوب کړي خو یو شمېر یې ژوندي پاتې شوي.

د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، په سین کې د ډوب شویو کسانو له منځه د ۱۸ تنو مړي موندل شوي دي.

د نوري په وینا ۵۵ تنه افغانان سین ته غورځول شوي وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی خو ایران د خپلو سرحدي ځواکونو له لوري له افغان کډوالو سره بدسلوکي په کلکه ردوي.

په هرات کې لاریونوال د ایران د کونسلګرۍ مخته راټول شول او نارې یې وهلې چې «مرګ په خامنه يي، مرګ په حسن روحاني»

د مظاهرې یوې برخوالې نفیسې دانش فرانس پریس خبري اژانس ته وویل «دا کارګر افغانان د یوې ګولې ډوډۍ لپاره ایران ته تلل خو د ایرانیانو له لوري په بې رحمۍ ووهل شول او بیا ووژل شول.»

دې وویل «بشري حقونه چیري دي؟ د ایرانیانو دا ډلوژنه باید وغندل شي.»

د ایراني پوله‌ ساتو له‌خوا هریرود سین ته د لسګونو افغانانو د اچولو د پېښې پلټونکي افغان ټيم ویلي، د دې پېښې د ثابتولو لپاره ‌یې کره شواهد موندلي دي.

د لاریون یوې بلې برخوالې سوریا احمدي د افغانستان، ملګروملتو او ایران له چارواکو وغوښتل چې د دې خونړۍ پېښې پلټنه وکړي.

دې زیاته کړه «موږ د خپلو هغو خلکو د وژلو د غندلو لپاره راټول شوي یوو چې د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ د بیدا کولو لپاره ایران ته تلل او هغوی په بې رحمۍ ووژل.»

له بلې خوا  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې “سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د ایران په پوله کې د افغان مسافرو د ځورونې او وژلو په راپورونو ټيلیفوني خبرې وکړې.”

د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د پېښې په اړه د ګډو څېړنو پيل او د پلټونکو ډلو مشخصول د دغو ټیلیفوني خبرو د بحث اجنډا وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په دې پېښه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له افغانانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو چلند ډېر خواشینی کړی او د افغانستان حکومت باید دا قضیه په ځیر وڅېړي څو د هغې عاملان عدالت ته راوکاږل شي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا ایمینسټي انټرنیشنل د اسیا برخې مرستیالې پټرېشیا ګاسمن هم ویلي چې ایران تر دې مخکې هم له افغانانو سره ناوړه چلند کړی، خو دا وار ډېر زیاتی کړی او دا د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب