شنبه, اپریل 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد خوشحاله ژوند مهم ټکي| روح الله تلاش

د خوشحاله ژوند مهم ټکي| روح الله تلاش

  که چېرې غواړئ په خپل ژوند کې تل خوشحاله و اوسیږئ، نو لاندې «۱۰» مهمو ټکو ته جدي پام وکړئ او پر ځان یې عملي کړئ.

له نورو خلکو سره په اړیکه کې اوسیږئ!

په خوشحاله ژوند کې له نورو سره دوستانه اړیکې پالل مهم رول لري. هغه کسان چې پراخې او بېلابېلې ټولنیزې اړیکې لري، تر نورو ډېر خوشحاله دي او اوږد ژوند کوي. له ملګرو او کورنۍ سره نیږدې اړیکې په ژوند کې د مینې لامل کېږي او همداراز د ملاتړ احساس او پر ځان اعتماد زیاتوي. خپلې اړیکې غښتلې کړئ او نوې اړیکې جوړې کړئ. دا په ژوند کې د خوشحالۍ لپاره ډېره اړینه او مهمه ده.

له خلک سره مرسته وکړئ!

له نورو سره مرسته کول او د هغوی لاسنیوی زموږ په خوشحالۍ کې اساسي ونډه لري. نورو سره مرسته د دې لامل کېږي څو موږ هم خوشحاله او تندرسته و اوسیږو. د نورو خلکو پر وړاندې سخاوتمندي اړیکې پیاوړې کوي او د یوې خوشحاله ټولنې جوړولو کې هم مرسته کوي. دلته یواځې پیسې مطرح نه دي، موږ کولای شو خپل وخت او انرژي خلکو ته ورکړو. نو په دې اساس، که چېرې غواړو په ژوند کې ښه احساس ولرو، باید ښه کارونه ترسره کړ. 

د خپل بدن د سلامتیا په فکر کې و اوسیږئ!

جسم او روان دواړه سره په اړیکه کې دي. د جسم او روان فعاله اوسیدل د خوشحالۍ لامل کېږي او زموږ د جسمي سلامتیا لپاره هم ګټه رسوي. که چېرې موږ خپل خوی او عادات ښه کړو، ان موږ کولای شي له رواني ناروغیو هم ځان وژغورو. ډېر ساده مسایل شته چې موږ کولای شو هغه هره ورځ ترسره کړو. د بېلګې په ډول: له پخوا ډېر د باندې ولاړ شئ او ځان ډاډه کړئ چې په کافي اندازه خوب کوئ.

په ژوند کې ځانته اهداف وټاکئ!

د راتلونکې لپاره مثبت فکر کول زموږ د خوشحالۍ لپاره خورا مهمه خبره ده. موږ هغو موخو ته اړتیا لرو چې موږ ته انګیزه راکړي، اما دا اهداف باید ترلاسه کېدونکي وي نه خیالي. که چېرې ځان لپاره نا ممکنه اهداف وټاکو، نو په ناحقه پر ځان فشار راوړو او په پایله کې روحي او رواني ناروغیو سره مخامخ کېږو. لوړ اهداف زموږ ژوند ته لوری ورکوي او کله چې موږ هغه ته لاس رسی پیدا کوو، له ځان څخه د رضایت احساس کوو.

د خپل ژوند چاپیریال ته پام وکړئ!

ایا تر اوسه پورې مو دا احساس کړئ چې ژوند باید ډېر نور شیان وړاندې کړي؟ ښه خبر: ډېر نور شیانه شته. موږ باید یواځې د خپل ژوند چاپیریال ته پام وکړو او له هغه سره په ښه ډول چلند وکړو. ښه پاملرنه په ژوند کې د رفاه د زیاتېدو لامل ګرځي. هر هغه څوګ چې له خپل ماحول سره ښه سلوک او چلند کوي هغه په خپل ژوند کې تر ټولو خوشحاله کس دی.   

مثبت فکر وکړئ!

مثبت احساسات لکه: خوشحالي، قدر داني او رضایت، نه یواځې د لنډ مهال لپاره ښه ده، بلکه څېړونو ثابته کړې که چېرې دا موارد د اوږدې مودې لپاره بیا بیا تکرار شي، زمو ژوند به مثبت لوري ته سوق شي. که څه هم موږ به په ژوند کې ډېرې لوړې او ژورې تجربه کړي وي خو دا له موږ سره مرسته کوي چې د پيښو په اړه مثبت قضاوت وکړو. 

زدکړو ته مو دوام ورکړئ!

زدکړې زموږ پر سلامتیا مثبت اغیز لري. زدکړې کول موږ ته دا وړتیا را کوي چې په ژوند کې خلاقه او د یو څېړونکي په څېر تل د یو نوي شي په لټه کې و اوسو. زدکړې زموږ د څېړنې حس پیاوړی کوي او پرځان زموږ باور زیاتوي. د نویو شیانو د ترلاسه لپاره ډېرې لارې چارې شته. لکه: یو نوی مهارت، ژبه، د سندرو ویل، یو نوی ورزش او داسې ډېر نور شیان.

له سختیو او ستونزو وروسته، بېرته عادي ژوند ته را ګرځېدل!

هر څوګ په ژوند کې له سختیو سره مخامخ کېږي. موږ ټول په خپل ژوند کې ځانته نیږدې خلک له لاسه ورکوو یا په ژوند کې مو داسې پيښې رامنځته کېږي چې موږ په رواني ناروغیو اخته کوي. خو دا چې موږ له دې سختیو او ستونزو سره څه ډول چلند کوو، زموږ د بدن پر سلامتیا او روغتیا ډېر اغیز لري. پيښې زموږ په اختیار او واک کې نه دي او په همدې دلیل موږ نشو کولای له هغه مخنیوی وکړو، خو موږ کولای شو د پيښو په مقابل کې خپل رفتار کنټرول او اداره کړو.

له ځانه راضي اوسیږئ!

هېڅ څوګ تکمیل نه دی، خو ډېری وخت موږ ځانه پرتله کوو. که چېرې زموږ فکر داسې وي چې د خپلو شته شیانو پر ځای د نشتو شیانو په اړه فکر وکړو، دا ډېره سخته ده چې موږ به خپله خوشالي بیا ترلاسه کړو. که چېرې موږ دا زده کړو چې له خپلو شته شیانو خوښ، له ځانه راضي او له ځان سره دوستانه چلند کوو، ان که چېرې کومه منفي پيښه هم رامنځته کېږي نو دا په خپله د خشوحالۍ د زیاتېدو لامل کېږي. دا له موږ سره مرسته کوي چې نور خلک هم لکه څنګه چې دي قبول کړو.

خپل ژوند ته معنی ورکړئ!

هغه کسان چې ژوند د معنی ډک بولي، ډېر خوشحاله دي. هغوی همداراز تر نورو کم فشار او افسردګي تجربه کوي. ډېر داسې مسایل شته چې زموږ ژوند ته معنی وربښي، لکه: دیني عقاید، مور او پلار، د دندې درلودل او …….چې ژوند ته معنی وربښي، ممکن زموږ هر یو لپاره متفاوته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب