کتابونه دروغ وایي چې انسان متمدن شوی، هر څومره چې ډېر کتابونه لولم راته څرګندیږي چې موږ ورځ په ورځ له تمدن څخه لرې کیږو. وایي چې اروپایي او امریکایي هېوادونه متمدن دي او آسیایي او افریقایي هېوادونه غیرمتمدن؛ خو په اصل کې پوره نړۍ غیرمتمدنه ده.
د تمدن کلمه د لاتین له Civis یا Civilis کلمې څخه، چې د ښاري اوسېدونکي معنا لري، اخيستل شوې ده. په قاموسونو کې تمدن د مدنیت، فرهنګ او انسانیت معنا ورکوي او په انګلیسي کې Civilization ورته وايي او په اصطلاح کې د ژوند سبک دی چې د انسانانو یوه مجموعه په یوه خاصه سیمه کې چې مشترک اهداف او لاسته راوړنې ولري، هغه ته تمدن وایي. نظر په دې تعریف د تمدن اساسي توکي: انسان، د ژوند سبک، مشخصه سیمه او لاسته راوړنې دي. په تمدن کې اساسي توکي انسان او انسانیت ته ارزښت ورکول او خدمت کول دي. د تاسف ځای دی چې که انسان نوي ابتکارونه وکړي د هغې په څنګ کې د انسانیت څخه لرې شوی وي. هغه انسانان چې په لرغونو پېړیو کې یې ژوند کاوه، انسانیت یې ډېر و، تر هغو چې پرمختګ يې وکړ او په اصطلاح متمدن شو، مګر د انسانیت څخه لرې کیدل خو تمدن نه دی؟ په دې توګه یوازې علمي او تخنیکي پرمختګ تمدن نه دی، بلکه په څنګ کې یې انسان او انساني ارزښتونو ته پاملرنه او درنښت د تمدن تر ټولو اساسي توکي دي.
اوس امریکایي او اروپایي هېوادونو ته متمدن وايي. که د تمدن اساسي توکي یوازې علمي او تخنیکي پرمختګ وي، نو بیا دا متمدن دي؛ که نه، د تمدن اساسي توکي انسانیت ته ارزښت ورکول او بشر ته خدمت کول وي، نو بیا دا هېوادونه متمدن نه دي. په امریکايي هېوادونو کې تر ټولو قدرتمند او پرمختللي خلک امریکایان دي، خو د دوی د وحشت کارنامو لیکلو ته ضرورت نشته، ژوندي مثالونه يې په افغانستان کې انسان وژنه، عراق، لیبیا، سوریه او داسې ډېرې نمونې د دوی د وحشت، په سترګو لیدل کېږي؛ تشریح ته اړتیا نه لري. او که په اروپايي هېوادونو کې تر ټولو مخکښ ته راشو هغه انګریزان دي. د انګریزانو د کارنامو څخه کتابونه ډک دي، چې د دوی وحشت چې اوس هم ولولو، د ځان څخه مو کرکه راشي، چې ایا انسان داسې وحشت کولای شي کاش موږ انسانان نه وای. د استعمار او لویې امپراتورۍ جوړولو لپاره، انسانان یې ژوندي سوځولي، دیني عقایدو ته یې په سپکه سترګه کتلي، حتا د زجر ورکولو لپاره يې انساني حرمتونه د پښو لاندې کړي.
څرنګه چې مخکې مو وویل د دوی کارنامې انسانیت او بشري ارزښتونو ته د شرم وړ دي. یو کوچنی مثال یې دا دی: کله یې چې د هند وروستي مغلي پادشاه، دویم بهادرشاه څخه يې قدرت اخیستلو، د انګریزانو د اردو قوماندان جنرل ویلسن Wilson په امر یوه مسیحي انګریز کشیش په نامه د هوډسن Hudson پادشاه ته ولېږل شو او ورسره د ژوند او امان ضمانت ورکړل شو، بهادرشاه د دیني مشر په ضمانت باور وکړ او انګریزانو ته د ملکې سره تسلیم شو. نو د ده دوه زامن او لمسي د خپلو وسله والو سره تسلیم شوي نه وو، دوی ته هم هوډسن د یوه دینداره او مذهبي انسان په حیث ورولېږل شو او د ژوند او امان ضمانت یې ورکړ، کله چې دوی ورته تسلیم شول، و یې وژل او د غوښې شوروا يې د دوی پلار او مور ته وړاندې کړه. بهادرشاه او ملکه چې ډېر وږي و، په چټکۍ سره یې د غوښې مړۍ وکړې، خو ژوولی یې نه شوې، نه يې تېرولی شوې او په کانکو( استفراغ) يې پیل وکړ. په دې وخت کې هوډسن ورته وویل: ولې يې نه خورئ، دا خو ډېره مزه داره شوروا ده، چې ما د ستاسو د زامنو د غوښو څخه درته پخه کړې ده. دا د انګریزانو د انساني کرامت یوه وړه بېلکه ده.
د استعمار په کلونو کې انګریزانو داسې نظریه وړاندې کړې وه، چې د نړۍ انسانان په درېیو ډلو وېشل شوي دي: لومړي انګریزان دي، تر ټولو مخکښ او په انسانانو کې پوه او عالي نژاده دي. دویمه ډله سپین پوستي اروپایان او امریکایان دي، دا خلک هم د یو څه درنښت وړ دي. درېیمه ډله هغه انسانان دي چې د دوی په قسمت کې دا نه و، چې په دا دوو پورتنیو ډلو کې وشمیرل شي، دا ډله هغه مخلوق دي چې د انسان او حیوان په منځ کې راځي؛ د درنښت، آزادۍ او استقلال وړ نه دي، دوی له دې لپاره پیدا شوي چې د نورو مخصوصا د انګریزانو په خدمت او غلامۍکې ژوند وکړي. د دې نظر نه د دوی فکر معلومیږي چې فکر یې هم د انسانیته وتلی دی.
د انګریرانو نامتو لیکوال بېرنارد شاو George Bernard Shaw چې د 1856تر1950 پورې ژوندی و او د نړۍ د نامتو لیکوالانو څخه شمېرل کېږي او هم په 1925کې يې د نوبل جایزه په ادبیاتو کې ورکړل شوې ده. د خپلو وطنوالو انګریزانو په برخه کې داسې لیکنه کړې، وایي: “یو انګریز هېڅکله دا فکر نه کوي چې بد کار مې کړی، هیڅکله به دا ونه مني چې ملامت او مجرم یم، هغه هر کار د یوه پرانسیپ او اصول په بنا کوي: هغه تاسو باندې یرغل کوي، د خپلو وطنپالنې د اصولو په بنا؛ هغه تاسو لوټوي، د سوداګرۍ د اصولو په بنا؛ هغه تاسې خپل غلام ګرځوي، د امپراطورۍ او استعمار د اصولو په بنا؛ هغه د خپل پادشاه ملاتړ د شاهي اصولو په بنا کوي او سر يې د جمهوري اصولو په بنا غوڅوي.” د دې نامتو لیکوال پورتنی نظر نن ورځ هم د انګریزانو په کړو وړو په افغانستان او عراق کې صدق کوي، په دې توګه دوی داسې ګمان کوي چې دوی د امریکایانو سره یوځای په افغانستان او عراق کې هیڅ جرم او جنایت نه دی کړی. د دوی یرغل او اشغال په افغانستان او عراق کې د خپل وطنپالنې په اصولو ولاړ دی، هغه لوټ او تالان په دې هېوادونو کې د خپلې سوداګرۍ د اصولو په بنا کوي، او د امپراطورۍ او استعمار د اصولو په بنا، خلک په دې هېوادونو کې خپل غلام او تابع ګرځوي.
په اوسنۍ نړۍ کې عدالت، امنیت او آزادي چې د انسان د ژوند لپاره اړین دي، شتون نه لري. بې عدالتي اوج ته رسیدلې، هر عمل ځانګړې معنا لري، که قدرتمند ناوړه عمل وکړي، ستونزه نه شته؛ خو که کمزوری او غریب همدغه ناوړه عمل وکړي، تر هغه وحشي مخلوق په نړي کې نشته دی. عدالت چې نه وي امنیت هم لا درکه کېږي او آزادي هم نه شته، انسانان یا د نورو انسانانو، یا يې د غلطو مفکورو او یا د مادیاتو داسې غلامي قبوله کړې، چې د ژوند او انسانیت معنا یې هېره کړي او د وحشت ژوند کوي. هر هکله چې انسانان د انسانیت څخه خارجېدل او وحشت او ظلم د دوی انسانیت له منځه وړو، نو الله ج دوی ته پیغمبران استول، چې بېرته دوی ته انسانیت ور زده کړي. وروسته له دې بل پیغمبر نه راځي؛ خو موږ د الله ج تلپاتې او بشپړ دین د لارښود په توګه لرو، تر څو د هغه په مرسته بېرته انسانیت ته راوګرځو.
لکه رحمان بابا چې وایي:
خدای وتاته د ملکو مقام درکړ / ته دا خپل صورت په خپله ګاو و خر کړې
نو موږ پیدا متمدنه و، اوس متمدن نه یو. د متمدن کیدلو لپاره او متمدنې نړۍ جوړولو لپاره موږ باید انسانان شو؛ بشر او بشري ارزښتونو ته او د انسانانو حقونو ته په درنه سترګه وګورو، هله به تمدن منځ ته راشي. ځکه تمدن یوازې علمي او تخنیکي پرمختګ نه دی، بلکې انساني ارزښتونه د تمدن اساسي برخه جوړوي.